کابل (پژواک، ۱۰ زمري ۱۴۰۳): په اسټرالیا او د سویس په جنیوا کې د افغانستان کونسلګریو په اعلامیه کې راغلي چې د ۱۱ اروپایي هېوادونو ترڅنګ په کاناډا او اسټرالیا کې د بهرنیو چارو وزارت له لوري د قونسلي خدمتونو د نه منلو پرېکړه به افغان کډوال له ستونزو سره مخامخ کړي.
تېره ورځ د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وویل چې د ۱۱ اروپايي هېوادونو ترڅنګ په کاناډا او اسټرالیا کې د افغانستان استازولیو له لوري قونسلي خدمتونه دوی ته د منلو وړ نه دي.
یاد وزارت ویلي و چې خپلو هېوادوالو ته د غوره خدمتونو ترسره کولو په موخه په اروپایي هېوادونو کې یې د افغانستان له سیاسي او قونسلي استازولیو بیا بیا غوښتنه کړې چې لږ تر لږه د قونسلي چارو برخه کې له مرکز سره تعامل وکړي، خو نه یې دي منلي نو ځکه یې دغه پرېکړه کړې ده.
د افغانستان د سیاسي او قونسلي استازولیو د همغږۍ شورا په یوه اعلامیه کې لیکلي، په اروپا، کاناډا، متحده ایالتونو او استرالیا کې د افغانستان سیاسي او قونسلي استازولیو په تېرو درېیو کلونو کې د ځانګړي او استثنایي وضعیت په پام کې نیولو سره ځان مکلف بللی چې د هېواد ملي او د افغانانو د ګټو په رڼا کې او همدا راز د نړیوالې ټولنې او کوربه هېوادونو له دریځ سره سم، ټولو افغانانو ته په کوربه هېوادونو کې د خپلو ماموریتونو له لارې قونسلي خدمات وړاندې کړي.
سرچېنې لیکلي چې دا خدمات د ملي قوانینو او نړیوالو مقرراتو په رعایت، بشپړې روڼټیا او امانتدارۍ او د افغانستان د تېر جمهوري حکومت د مشروعیت او اعتبار پر بنسټ ترسره شوي او ترسره کیږي.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، دا موضوع چې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د افغان وګړو خدماتو یوه برخه دې څو مشخصو استازولیو ته چې د اوسني حکومت د تایید وړ دي راجع شي؛ د نړیوال مقرراتو او معیارونو او د هېواد د موضوعه قوانینو سره په مخالفت کې ده او د دې موازینو پر بنسټ، ډيپلوماتیک او قونسلي ماموریتونه نه شي کولای له ځانګړي شویو فعالیتونو پرته - چې د ډیپلوماتیک او قونسلي ماموریتونو د پيل په وخت کې د لېږدونکو او کوربه هېوادونو ترمنځ ورباندې هوکړه کیږي- د قونسلي فعالیت په ګډون هیڅ راز فعالیت ترسره کړي.
سرچینه زیاتوي چې دا عمل د دوه اړخیزو او نړیوالو ژمنو څخه ښکاره سرغړونه ده او د قونسلي خدماتو غوښتونکو لپاره د زیاتو ستونزو رامنځته کولو سربېره د افغانستان د ډیپلوماتیکو او قونسلي اړېکو لپاره ستونزمن ګڼل کیږي.
د اعلامیې له مخې، دغه چاره په بل هېواد کې د یوه هېواد سفارت له خوا صادر شوي اسناد په هیڅ ډول د منلو وړ نه دي او دغه چاره په بهر کې مېشت افغانان له ستونزو سره مخ کوي.
په اعلامیه کې راغلي، په اروپایي هېوادونو، کاناډا، امریکا او اسټرالیا کې د افغانستان سیاسي او قونسلي استازولۍ دې ته په پام چې ډېری قونسلي خدمات یې د کوربه هېوادونو په اړوندو ادارو پورې تړاو لري، د ملي قوانینو او نړیوالو مقرراتو په چوکاټ او د کوربه هېوادونو له ادارو سره د همغږۍ له لارې د تیر په څېر قونسلي خدماتو ته ته ژمنې دي او دوام ورکوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP