غزني ښار ( پژواک، ۱۰ زمري ۱۴۰۳ ): غزني کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف ليګ سيالۍ چې دوې میاشتي مخکې پیل شوې وې، نن د «کوچيانو کاروان» لوبډلې په بريا پاى ته ورسېدې.
د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش آمر بلال مجاهد پژواک آژانس ته وویل چې دغه سیالۍ د لسو لوبډلو ترمنځ د غزني ښار په دولتي ورزشي سټیډیوم کې ترسره شوې.
هغه وویل، د یادو سیالیو په پای لوبه کې د کوچیانو کاروان لوبډلې د ۲۱ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام او خورشید لوبډلې د ۱۸ نمرو په ترلاسه کولو سره دویم مقام خپل کړ.
هغه زیاته کړه د لوبې غوره ګول ساتونکی او غوره ګول وهونکی نجیب الله او سمیع الله وټاکل شول.
د نوموړي په وینا، د دې ټورنمنټ ترسره کولو څخه موخه د غزني ولایت الف غوره لیګ ته د دوو لوبډلو ور پېژندل دي، چې د کوچيانو کاروان لوبډلي او خورشيد لوبډلي په دې وتوانيدلې چې د غزني ولايت د الف غوره ليګ غړيتوب ترلاسه کړي.
د خورشید لوبډلي غړي اغا محمد پژواک آژانس ته وویل، له نشهيي توكو د ځوانانو راګرځېدو يوازینۍ لاره لوبو ته د هغوی هڅونه ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP