کندهار (پژواک، ۱۰ زمری ۱۴۰۳): د کندهار سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په سپینبولدک ولسوالۍ کې یوه شل کلن ځوان ځانوژنه کړې ده.
د سپینبولدک ولسوالۍ د امنیـه قوماندانۍ د پلان او اوپراسیون امر عمیر پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه ځوان د ژیړۍ ولسوالۍ اوسېدونکی و او په سپین بولدک ولسوالۍ کې یې مزدري کوله.
هغه وویل چې د دوی د معلوماتو له مخې، یاد ځوان ډېر پوروړی و او مزدوري یې کوله او په دغه ولسوالۍ کې یي د خپلې خور او عمه په کور کې اوسېده او نن یې د دوی په کور کې ځانوژنه کړې ده.
د یادونې ده، ځانوژنه د اسلام له نظره کبیره ګناه ده او هیڅکله باید هیڅوک د ژوند د کړاوونو له امله دې چارې ته مخه نه کړي، بلکې پر ځای یې باید د ستونزو د حل لپاره لاس په کار شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP