کابل (پژواک، ۱۰ زمری ۱۴۰۳): د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وايي چې د غزني ولایت په مرکز کې د ۳۰۹ میلیون افغانیو په لګښت تر ځمکه لاندې یو سوداګریز مارکېټ جوړېږي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت نن پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د پانګونې بینالوزارتي کمېټې نوبتي غونډې ته چې په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، د خصوصي سکټور له لوري د غزني په مرکز کې له فرخي څلور لارې تر کلاسبز څلور لارې پورې د سړک دواړو خواو ته تر ځمکه لاندې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه وړاندې شوه.
سرچینې لیکلي، په غونډه کې تر هراړخیز بحث وروسته د پانګونې یاده طرحه د تاییدوړ وبلل شوه او د منظورۍ لپاره اقتصادي کمېسیون ته راجع شوه.
پر اېکس پاڼه لیکل شوي، د دې طرحې له مخې، خصوصي سکټور پر دغه سوداګریز مارکېټ ۳۰۹ میلیون افغانۍ پانګونه کوي چې په کې ۵۱۱ بابه دوکانونه په پام کې نیول شوي دي.
سرچینه زیاتوي، د دغه مارکېټ د جوړېدو چارې به د دوو کلونو په موده کې بشپړې او سلګونو کسانو ته به د کار زمینه هم په کې برابره شي.
سرچینې زیاته کړې، د پانګونې بینالوزارتي کمېټې دې غونډې ته د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې له ډبرو سکرو د ۴۴،۵ مېکاواټه برېښنا د تولید، په خوست کې د ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید او همدا راز په کابل او بلخ ولایتونو کې د سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو طرحې هم د بحث لپاره وړاندې شوې.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په ناسته کې تر هراړخیز بحث وروسته ټاکل شوو کمېټو ته دندې وسپارل شوې، څو د دې کمېټې د نظرونو په پام کې نیولو سره د طرحو له وړاندې کوونکو شرکتونو سره د یادو طرحو د مالي، اقتصادي او تخنیکي اړخونو د ارزونې په موخه ناستې ترسره او راپورونه یې پر ټاکل شوي وخت د پانګونې بینالوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن