جلالاباد (پژواک،۱۰ زمری ۱۴۰۳): ننګرهار کې امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په دوربابا ولسوالۍ کې ۹۲ کیلوګرامه نشهيي توکي کشف او ترلاسه شوي او په تړاو یې څلور کسان هم نیول شوي دي.
په ختيځ کې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو ویاند مولوي وحیدالله محمدي د زمري په ۱۰مه پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره شپه د دې قول اردو اړوند سرحدي ځواکونو د ننګرهار دوربابا ولسوالۍ څڅوبي سیمه کې د نشهیي توکو د قاچاق مخه نيولې ده.
هغه زیاته کړه، څلور کسان چې د شپې له تیارې څخه په ګټه اخیستو یې ۹۲ کیلوګرامه خام چرس قاچاق کول، ونیول شول.
دی وايي، یادو کسانو غوښتل دغه نشهیي توکي له ډیورنډ فرضي کرښې هغې غاړې ته انتقال کړي.
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې هم د ننګرهار امنیتي ځواکونو د سلګونه کیلوګرامه نشهيي توکي کشف او ترلاسه کړي چې په تړاو یې شپږ کسان نیول شوي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP