Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

حماس: اسماعیل هنیه په تهران کې د «صهیونیستي دښمن» په برید کې ژوند له لاسه ورکړی

کابل (پژواک، ۱۰ زمری ۱۴۰۳): حماس غورځنګ اعلان کړی چې د دغه غورځنګ د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه په تهران کې د هغه د اوسېدو پر ځای «د صهیونیستی دښمن په جنایتکارنه» برید کې ژوند له لاسه ورکړی دی.

حماس په یوه بیانیه کې لیکلي: «د حماس اسلامي مقاومت غورځنګ په تهران کې د ایران د نوي ولسمشر د لوړې مراسمو کې له ګډون وروسته د دغه غورځنګ د سیاسي دفتر رییس مجاهد ورور اسماعیل هنیه د اوسېدو پر ځای د صهیونیستی دښمن په جنایتکارنه برید کې د نوموړي شهادت له امله، د فلسطین ستر ملت، اسلامي او عربي امت او د نړۍ ټولو ازادو خلکو ته تسلیت وايي.»

د ایران دولتي اژانس ایرنا هم د جزییاتو له ورکولو پرته راپور ورکړی چې د حماس د سیاسي دفتر رییس اسماعیل هنیه او د هغه یو ساتونکی په تهران کې د هغوی د اوسېدو پر ځای د برید له امله وژل شوي دي.

سرچینې لیکلي چې د یادې پېښې لامل او ابعادو په اړه څېړنې روانې دي او پایلې به یې وروسته اعلان شي.

اسماعیل هنیه د ایران نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې مراسمو کې د ګډون لپاره هغه هېواد ته تللی و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.