میدان ښار (پژواک، ۱۰ زمری ۱۴۰۳): د میدانوردګو ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د درېیو ترافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه شوي او اووه نور ټپیان دي.
د میدانوردګو امنیې قوماندانۍ ویاند محمدیوسف اسرار پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره ورځ له غرمې وروسته د سیداباد ولسوالۍ په منګلو، د سیداباد عالي لېسې او ډاګبغرۍ سیمو کې ترافیکې پېښې شوې دي.
دی وايي چې په یادو پېښو کې دوه کسان مړه شوي او اووه نور ټپیان دي.
ده وویل چې ټپیان د امنیتي ځواکونو او د سیمې خلکو له لوري روغتیايي مرکزونو ته انتقال شوي دي.
هغه زیاته کړه، یادې ترافیکي پېښې د چلوونکو د بېاحتیاطۍ له امله رامنځته شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې مخکې هم د سیداباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یوه ۵۸۰ موټر د چپه کېدو له امله ۱۹ کسان ټپیان شوي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP