Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د غزني په واغظ ولسوالۍ کې د یوه کس مړی موندل شوی

غزني ښار (پژواک، ۱۱ زمری ۱۴۰۳): د غزني امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د واغظ ولسوالۍ په مېدادکلا سیمه کې تېره ورځ د یوه کس مړی پیدا شوی دی.

د غزني امنیې قوماندانۍ ویاند ابو خالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د واغظ ولسوالۍ مېدادکلا سیمه کې تېره ورځ د یوه ډاکټر مړی پیدا شوی.

نوموړي وویل چې تر اوسه معلومه نه ده چې یاد کس د کوم چا له لوري او ولې وژل شوی.

هغه زیاته کړه، د پولیسو له لوري پلټنې روانې دي تر څو څرګنده شي چې یاد کس څنګه او د چا له لوري وژل شوی.

دغه راز، ‎د مېدادکلا سیمې یوه ‎اوسېدونکي نورالله پژواک ته وویل چې دغه کس ډاکټر و او په پاکستان کې اوسېده چې اوس غزني ته د خپلو وروڼو کور ته راغلی و.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.