Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د مولوي عبدالکبیر په مشرۍ پلاوی د اسماعیل هنیه په جنازه کې د ګډون لپاره دوحې ته تللی

کابل (پژواک، ۱۱ زمری ۱۴۰۳): د افغانستان د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ پلاوی د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه په جنازه کې د ګډون په موخه دوحې ته تللی.

دغه څرګندونې د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپله اېکس‌پاڼه کړې دي.

د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه او د هغه یو ساتونکی وړمه شپه په تهران کې د هغوی د اوسېدو پر ځای په هوایی برید کې ژوند بایلود.

حماس د جزییاتو له ورکولو پرته ویلي چې دغه برید «صهیونیستی دښمن» کړی او ایران ویلي چې د اسماعیل هنیه غچ به واخلي.

د راپورونو له مخې، د هنیه د جنازې مراسم د ایران د مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌يي په امامت نن سهار په تهران کې ترسره شول او ټاکل شوې جنازه یې په دوحه کې خاورو ته وسپارل شي.

اسماعیل هنیه ایران ته د دغه هېواد د نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې مراسمو کې د ګډون په موخه تللی و.

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر هم د پزشکیان د لوړې مراسمو ته ورغلی و.

د اسماعیل هنیه پېژندنه

اسماعیل هنیه د اسراییلو پر وړاندې د فلسطین د خلکو د مبارزې او مقاومت یوه پیاوړې څېره وه.

هغه په ۱۹۶۲ زېږدیز کال کې غزه کې نړۍ ته سترګې غړولې او د غزې په اسلامي پوهنتون کې یې زده کړې کړې وې.

هنیه په ۲۰۱۷ زېږديز کال کې د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر د رییس په توګه وټاکل شو او په وروستیو کلونو کې یې په قطر کې ژوند کاوه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.