Language

غزني کې د برېښنا یوه پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

غزني ښار (پژواک، ۱۱ زمری ۱۴۰۳): د غزني برېښنا ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په دولتي پوهنتون کې د ۱۲۵۰ کیلوولټ ظرفیت په لرلو سره د برېښنا یو ترانسفرمر ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

‎د غزني برېښنا رییس حافظ صلاح‌الدین توکلي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه ترانسفرمر د اوو میلیون افغانیو په لګښت جوړ شوی چې مالي لګښت یې د لوړو زده‌کړو وزارت له لوري ورکړل شوی او تخنیکي چارې یې برېښنا ریاست مخته وړې دي.

نوموړي وویل، د دوی ریاست تل هڅه کوي چې د غزني ښار ټولو سیمو ته د برېښنا خدمات وړاندې کړي او زیاته کړه چې د دغه ترانسفرمر په نصبولو سره به د غزني پوهنتون برېښنا برخه کې اسانتیاوې برابرې شي.

نوموړي زیاته کړه، سږ کال په غزني کې د برېښنا څلور ترانسفرمرونه فعال او د څلورو نورو ترانسفرمرونو د نصبولو چارې روانې دي.

ورته وخت کې، د غزني پوهنتون رییس مولوي عبدالواسع منصور وویل، د دغه ترانسفرمر په فعالېدو سره به د پوهنتون د برېښنا نشتوالي ستونزه هواره شي او ۲۴ ساعته به برېښنا ولري.

نوموړي وویل، له دې مخکې دوی د برېښنا نشتوالي له امله له زیاتو ستونزو سره مخ وو.

د یادونې ده، غزني ښار کې په تېرو دوو کلونو کې شاوخوا ۴۵ نوي ترانسفرمرونه فعال شوي خو لا هم د ښار ډېری سیمې له برېښنا څخه بې‌برخې دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.