ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کاپیسا کې د ترافیکي پېښې له امله اتو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

کاپیسا کې د ترافیکي پېښې له امله اتو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

author avatar
1 Aug 2024 - 10:58
کاپیسا کې د ترافیکي پېښې له امله اتو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې
author avatar
1 Aug 2024 - 10:58

چاریکار (پژواک، ۱۱ زمری ۱۴۰۳): د کاپیسا سیمه‌ییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت د اله‌سای ولسوالۍ په «دره‌کوتي» سیمه کې پرون مازدیګر د یوه موټر چپه کېدو له امله پنځه کسان مړه شوي او درې نور ټپیان دي.

د کاپیسا ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالفتاح فایز پژواک خبري اژانس ته وویل چې پرون مازدیګر د دغه ولایت د اله‌سای ولسوالۍ په دره‌کوتي سیمه کې  یو فلاینکوچ موټر له سړکه وتلی او چپه شوی دی.

هغه زیاته کړه، په دې پېښه کې د موټر سپرلیو له ډلې درې ښځې او دوه نارینه مړه شوي او د ماشومانو په ګډون درې نور کسان ټپيان شوي دي.

هغه وویل چې د پېښې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.

فایز د پېښې لامل د سړک لږ پلنوالی او د موټر چلوونکي نه پاملرنه بللې ده.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.