ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د فوټبال بي لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې

غزني کې د فوټبال بي لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې

غزني ښار (پژواک، ۱۱ زمری ۱۴۰۳): غزني کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال بي ليګ سيالۍ د «انصاري قهرمان» لوبډلې په اتلولۍ پاى ته ورسېدې.

د غزني بدني روزنې او ورزش امر بلال مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل، یوه میاشت مخکې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ فوټبال سیالۍ پيل شوې چې نن د «انصاري قهرمان» لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.

نوموړي وویل، د دغو سياليو په پاى‌لوبه کې د «انصاري قهرمان» لوبډلې له اتحاد موسوي لوبډلې سره سيالي وکړه چې په نتيجه کې د «انصاري قهرمان» لوبډلې دوه پر صفر خپل سیال ته ماتې ورکړه.

د نوموړي په وینا، د دغه ټورنمنټ له ترسره کولو موخه د غزني ولایت الف غوره لیګ ته د دوو لوبډلو ټاکل وو.

دغه راز، د انصاري قهرمان لوبډلې یوه غړي محمدثاقب پژواک ته وویل، دوی تکړه لوبغاړي لري، که زمینه ورته برابره شي کولای شي د هېواد او نړۍ په کچه لوبه وکړي.

د یادونې ده، تېره ورځ غزني کې د الف لیک فوټبال سیالۍ چې دوه میاشتې وړاندې پيل شوې وې، پای ته ورسېدې.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.