Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هېواد د سړو سیمو ښوونځیو د اوړي رخصتۍ تر لسو نورو ورځو پورې وغځول شوې

د هېواد د سړو سیمو ښوونځیو د اوړي رخصتۍ تر لسو نورو ورځو پورې وغځول شوې

author avatar
1 Aug 2024 - 11:40
د هېواد د سړو سیمو ښوونځیو د اوړي رخصتۍ تر لسو نورو ورځو پورې وغځول شوې
author avatar
1 Aug 2024 - 11:40

کابل (پژواک، ۱۱ زمری ۱۴۰۳): د پوهنې وزارت اعلان کړی چې د هوا ګرمۍ له امله د دولتي او خصوصي ښوونځیو او دیني مدرسو د اوړي رخصتۍ د لسو ورځو لپاره وغځول شوې.

د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړیکو ریاست نن (پنجشنبه، د زمري ۱۱مه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «د هېواد د سړو سیمو او ولایتونو د رسمي او خصوصي مدرسو او ښوونځیو مسوولینو، ښوونکو او زده‌کوونکو ته خبر ورکول کېږي چې د پوهنې وزارت د سرپرست د ځانګړي حکم له مخې، د هېواد په سړو سیمو او ولایتونو کې د تودوخې درجې د لوړوالي له امله د اوړي رخصتۍ د زمري میاشتې تر شلمې نېټې پورې تمدید شوې.»

دا په داسې حال کې ده چې د پژواک د یوه خبر له مخې، تېره ورځ د روغتیا نړۍوال سازمان (دبلیواچ‌او) هېواد کې د هوا د تودوخې درجې له ډېرېدو خبرداری ورکړی او خلکو ته یې سپارښتنه کړې چې له ګرمۍ ځان وساتي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.