لښکرګاه (پژواک، ۱۲ زمری ۱۴۰۳): د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له خوا یو عامه کتابتون پرانیستل شو .
د یاد کتابتون د پرانیستې په مراسمو کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ګرځندوی امر مولوي سلطانمحمد حنیف پژواک خبري اژانس ته وویل، دوی تل هڅه کوي څو ځوانانو ته بېلابېلو برخو کې خدمات وړاندې کړي چې نن یې په یاده ولسوالۍ کې یو عامه کتابتون د ځوانانو د مطالعي لپاره پرانیست.
نوموړي زیاته کړه: «د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست به د امکاناتو په پیدا کولو سره د هلمند په ټولو ولسوالیو کې عامه کتابتونونه پرانیزي څو په ټولنه کې د ځوانانو د پوهې کچه لوړه شي او مطالعه وکړي.»
دغه راز، د سنګین ولسوال مولوي عبدالمتین حاجي لالا د اطلاعاتو او کلتور ریاست له مسوولینو څخه مننه وکړه چې په سنګین ولسوالۍ کې یې عامه کتابتون پرانیست.
نوموړي زیاته کړه: «سنګین چې یوه جګړهځپلې ولسوالي ده، خلګ یې له لومړنیو اسانتیاوو څخه بېبرخې دي، دا او دې ته ورته چارې ولسونو ته هیلهبښوونکې دي.»
هغه د یادې ولسوالۍ له ځوانانو څخه غوښتنه وکړه چي د بېځایه وخت تېرولو څخه ډډه وکړي او دغه عامه کتابتون کې دې مطالعه وکړي.
بلخوا بیا د یادې ولسوالۍ لوستي ځوانان د دغه کتابتون په پرانیستلو خوښي څرګندوي.
د سنګین یوه اوسېدونکي احمد منتقیم وویل: «مخکې په دې ولسوالۍ کې داسې یو کتابتون نه و څو موږ مطالعه کړې وای، اوس کولای شو چې په ارام چاپېریال کې خپله مطالعه وکړو. «
د هلمند سنګین ولسوالي چې د لښکرګاه ښار په شاوخوا ۸۵ کیلومترۍ کې موقعیت لري، په تېرو دو لسیزو کې د جګړې تود ډګر پاتې شوې وه او خلک يې یو شمېر عامه خدماتو ته لاسرسی نه لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP