Language

د اروزګان یو شمېر اوسېدونکي د «سراب» بند جوړېدو غوښتنه کوي

ترینکوټ (پژواک، ۱۳ زمری ۱۴۰۳): د اروزګان د مرکز ترینکوټ ښار یو شمېر اوسېدونکي له اسلامي ‌امارته غواړي چې د «سراب» بند جوړولو چارې پیل کړي.

د اروزګان د مرکز ترینکوټ ښار د سرخوم، بلاغ، کټه‌خنجک او پای‌ناوې سیمې اوسېدونکي چې نن یې د دغه ولایت له والي سره په یوه غونډه کې د خپلو سیمو ستونزې شریکولې، غوښتنه وکړه چې اسلامي امارت دې د دوی په سیمه کې د «سراب» د اوبو بند جوړېدو چارې پیل کړي.

د یادو کسانو له ډلې حاجي طالب وویل، سیمه کې یې د سردار محمد داوود خان د واکمنۍ پر مهال د سراب په نوم د اوبو یو بند منظور شوی چې لا یې هم د جوړېدو عملي چارې پر خپل ځای پاتې دي.

د محمدابراهیم په نوم یوه بل کس وویل، د یاد بند جوړېدل د سیمې اوسېدونکو، په ځانګړې توګه کروندګرو لپاره ډېر اړین دي.

login or register a new account.