ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غور کې سوداګرې ښځې وايي، د کار‌وبار لپاره دې ورته ځانګړی ځای جوړ شي

غور کې سوداګرې ښځې وايي، د کار‌وبار لپاره دې ورته ځانګړی ځای جوړ شي

author avatar
3 Aug 2024 - 14:16
غور کې سوداګرې ښځې وايي، د کار‌وبار لپاره دې ورته ځانګړی ځای جوړ شي
author avatar
3 Aug 2024 - 14:16

فیروزکوه (پژواک، ۱۳ زمری ۱۴۰۳): غور کې سوداګرې او متشبثې ښځې د خپل کار‌وبار له پیکه کېدو شکایت لري، له حکومت او مرستندویه موسسو غواړي چې له دوی ملاتړ وکړي او په دغه ولایت کې  دې د کاروبار ځانګړی ځای ورته جوړ کړي.

۴۲ کلنې ګل‌افروز چې د غور د مرکز فیروزکوه ښار یوه څنډه کې یې د ۳۰ زره افغانیو په پانګونه د خیاطۍ یوه کارګاه جوړه کړې، پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دې کارګاه په جوړولو سره د دې ترڅنګ چې د خپلې کورنۍ لګښت برابروي، لسو نورو ښځو ته یې د خیاطۍ زده‌کړې زمینه هم برابره کړې ده.

نوموړې زیاته کړه: «شاوخوا دوه کاله کېږي چې دغه کارګاه مې جوړه کړې ده، د دې کارګاه جوړولو موخه دا ده چې زما اقتصادي ستونزې هم ورسره هوارې شي او بله دا چې وکولای شم نورو ښځو ته هم کار پیدا کړم څو له دې لارې عاید ولري.»

خو دا وایي چې د دوو کلونو مخکې په نسبت مې کار‌وبار پیکه شوی، که همداسې روان وي ښایي له سقوط سره مخ شي.

مېرمن فروتن له سرپرست حکومت او مرستندویه موسسو غواړي چې په دغه ولایت کې له سوداګرو او متشثبو ښځو ملاتړ وکړي څو له ماتې وژغورل شي.

د هغې په خبره، د دغه ولایت د متشبثو ښځو لپاره د ارتقا او وړتیا روزنې پروګرامونو ترڅنګ دې یو ځانګړی سوداګریز مرکز هم جوړ شي.

بلخوا، په دغه ولایت کې یوه بله سوداګره فیروزه نادري وايي چې د لاسی صنایعو برخه کې د دې په ګډون د ډېرو ښځو کار‌وبار خراب شوی دی.

نوموړې وویل: «زموږ غوښتنه داده، کوم کار چې موږ کوو، دولت او موسسې دې ورته توجه ولري، هغه لاسي صنایع یا جامې چې موږ ګنډو، هغو ته دې په داخل او بهر کې د پلور بازار زمینه برابره کړي، څو زموږ کار هم وده وکړي او هم زموږ په ګډون ښځې کار ته تشویق شي او لا هڅې وکړو.»

سرچینه دغه‌راز له اسلامي امارته غواړي چې متشبثو ښځو ته دې ځانګړی سوداګریز مرکز جوړ کړي څو هغوی وکولای شي په یوه مرکز کې په منظم او منسجم ډول فعالیت ولري.

یوه بله غورۍ ښځه ګل‌چهره چې هره ورځ په خپله سیمه کې د خیاطۍ او خامک‌ګنډنې کار کوي، هم د متشبثو ښځو پر ملاتړ ټينګار کوي، د مالي ملاتړ او په بازارونو کې د ښځو لاسي صنایعو تولیداتو د پلور لپاره د زمینې برابرېدو غوښتنه کوي.

هغې وویل، په خپل دغه هنر سره کولای شي د هېواد د اقتصادي ودې او پراختیا کې ښه رول ولوبوي او دا د اسلامي امارت مسوولیت دی چې په هر ډول شرایطو کې له سوداګرو ښځو ملاتړ وکړي.

هغه وایي: «د خیاطۍ کار هم کوم او د خامک‌ګنډنې کار هم، څو نورې ښځې او نجونې هم کار راسره کوي، هیله لرو د حکومت او موسسو له اړخه مو لا ډېر ملاتړ وشي، څو وکولای شو په خپل لاسي کار سره د اقتصاد د ودې لپاره قوي ګامونه واخلو او کار وکړو.»

ورته مهال، د غور د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین وایي چې دوی د متشبثو ښځو د ملاتړ ترڅنګ هڅه کوي څو د حکومت په ملاتړ د هغوی د لاسي صنایعو پلور ته بازار پیدا کړي.

د غور د سوداګرۍ او صنعت خونې اجرائیوي مدیره سکینه روفي وایي: «له سوداګرو ښځو د سوداګرۍ خونې او دولت له خوا ملاتړ کېږي، دوی ته هيڅ ستونزه نشته او ډېر ژر به په دغه ولایت کې متشبثو ښځو ته ځانګړی بازار جوړ شي.»

دې دغه‌راز وویل، د غور د سوداګرۍ او صنایع خونه د سوداګرو ښځو د ودې په موخه روزنیز پروګرامونه تر لاس لاندې لري.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دمګړۍ شاوخوا ۲۰۰ سوداګرې ښځې د خیاطۍ، اشپزۍ، لاسي صنایعو، غالۍ‌اوبدنې، مرغ‌دارۍ او دغه‌راز د کرنې برخه فعالیت کوي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.