ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

روسيه د بلخ برېښناکوټ فابریکې بیارغونې برخه کې همکاري کوي

روسيه د بلخ برېښناکوټ فابریکې بیارغونې برخه کې همکاري کوي

author avatar
3 Aug 2024 - 13:52
روسيه د بلخ برېښناکوټ فابریکې بیارغونې برخه کې همکاري کوي
author avatar
3 Aug 2024 - 13:52

مزارشریف (پژواک، ۳ زمری ۱۴۰۳): د بلخ ولایت د برېښناکوټ فابریکې مسوولین وایي چې د روسيې يوه تخنيکي پلاوي له يادې فابريکې ليدنه کړې او د هغې بیارغونې او د توليد ظرفيت لوړولو برخه کې يې د همکارۍ ژمنه کړې ده.

‎د دوی په خبره، دې فابريکې روان کال شاوخوا دوه سوه زره بورۍ سره توليد کړې او که يې ظرفیت لوړ شي، توليد به يې دوه برابره ډېر شي.

د بلخ برېښناکوټ فابریکې سوداګریز مرستیال عبدالغفور احمدزي پژواک خبري اژانس ته وویل: «څه موده مخکې د روسيې يوه تخنيکي ټيم له دې فابريکې ليدنه کړې او ژمنه يې کړې چې د توليد ظرفیت په لوړولو کې له موږ سره همکاري کوي.»

هغه زیاته کړه، د دې فابریکې په بیارغونې او ظرفیت لوړولو سره به د سرې او برېښنا برخو کې تر یوه بریده د افغانستان اړتیاوې پوره کړي.

‎د نوموړي په خبره، دا مهال د برېښناکوټ فابریکه کې ١٣ سوه کارېګر کار کوي او هره ورځ شاوخوا سل ټنه کیمیاوي سره تولیدوي چې په هېواد کې د عمومي اړتيا يوازې ۱۳ سلنه پوره کولای شي.

‎د دوی په خبره، د روان کال له پیله تر دې مهاله یې د ۴۷ میلیون افغانیو په ارزښت څه باندې دوه سوه زره بورۍ کیمیاوي سره او ۳۸ میلیونه کیلوواټه برېښنا تولید کړې دي.

‎بل لور ته، د دې تولیدي فابریکې انجنیران وایي، که د کارخونې له کاره لوېدلې برخې بېرته فعالې شي، د سرې او برېښنا توليد ظرفیت به دوه برابره لوړ شي.

‎د بلخ برېښناکوټ فابریکې تخنیکي انجنیر محمدشریف پژواک ته وویل، د دې فابریکې په بیارغولو او ظرفیت لوړېدو سره به د فابریکې تولیدات دوه برابره ډېر شي.

دغه راز، یو بل انجنیر اسماعیل پژواک ته وویل، د بلخ برېښناکوټ فابریکه د هېواد یوه له سترو دولتي فابریکو ګڼل کېږي چې د کیمیاوي سرې سربېره برېښنا هم تولیدوي.

هغه زیاتوي، په دې فابریکه کې تولیدېدونکي برېښنا نه یوازې د ماشینرۍ اړتیا، بلکې په دغه ولایت کې د زرګونه کورنیو د برېښنا اړتیاوې هم پوره کوي.

‎د معلوماتو له مخې، افغانستان هر کال څه باندې درې سوه زره ټنه کیمیاوي سرې ته اړتیا لري؛ خو د تولید لپاره يې په ټول هېواد کې یوازې يوه دولتي فابریکه فعاله ده.

د برېښناکوټ دغه فابریکه چې د کیمیاوي سرې، برېښنا او اکسېجن د تولید برخو کې فعالیت کوي، نږدې ۵٠ کاله مخکې د سردار محمدداود خان واکمنۍ پر مهال د روسيې په مرسته جوړه شوې ده.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.