ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې د فوټسال سیالۍ د «قناعت» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې | د ایران نوی حکومت؛ د کابل او تهران ګډې ننګونې او فرصتونه | د اروزګان یو شمېر اوسېدونکي د «سراب» بند جوړېدو غوښتنه کوي | افغانستان کې په لومړي ځل د موټر چلولو برېښنایي لایسنسونه ورکول کېږي | کندهار کې اصلاحي غونډه او د چارواکو بېلابېلې څرګندونې | غور کې سوداګرې ښځې وايي، د کار‌وبار لپاره دې ورته ځانګړی ځای جوړ شي | روسيه د بلخ برېښناکوټ فابریکې بیارغونې برخه کې همکاري کوي | غزني کې د سلو ورزشکارانو ترمنځ د فري‌فایټ سیالۍ ترسره شوې | کابل کې د وریجو او بورې بیې ټیټې شوې | خیبر پښتونخوا کې دوه پاکستاني پولیس وژل شوي
بلخ کې د فوټسال سیالۍ د «قناعت» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

بلخ کې د فوټسال سیالۍ د «قناعت» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

author avatar
3 Aug 2024 - 15:55
بلخ کې د فوټسال سیالۍ د «قناعت» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
author avatar
3 Aug 2024 - 15:55

مزارشریف (پژواک، ۱۳ زمری ۱۴۰۳): بلخ کې د شمال په کچه د پنځو ولایتونو ترمنځ د فوټسال یو ورځنۍ سیالۍ چې پنځو لوبډلو په کې ګډون کړی و، د دغه ولایت د «قناعت» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

دغه سیالۍ چې د یوې ورځې لپاره د بلخ ولایت په کوربه‌توب ترسره شوې،  د سمنګان، سرپل، جوزجان، فاریاب او بلخ ولایتونو پنځو لوبډلو برخه په کې اخیستې وه.

د بلخ د فوټسال فدراسیون مشر احمدالله واعظ‌‌زاده وایي، دغه لوبې د بلخ ولایت په کوربه‌توب د سمنګان، جورجان، سرپل او فاریاب ولایتونو د پنځو لوبډلو په ګډون د یوې ورځې لپاره ترسره شوې.

نوموړی زیاتوي، د دغه جام سیالیو لومړی مقام د بلخ ولایت قناعت لوبډلې، دویم سمنګان او درېیم د جوزجان لوبډلو ترلاسه کړ.

واعظ‌زاده وايي، دغه سیالۍ ملي لوبو ته د غوره لوبغاړو او لوبډلې پېژندنې په موخه ترسره شوې.

په همدې حال کې، د دغو سیالیو یو شمېر لوبغاړي دغه ډول سیالۍ د ورزشکارانو استعدادونو د ودې او هڅونې لپاره ګټورې بولي.

د دغه سیالیو یوه لوبغاړي حسیب پژواک ته وویل، دغه ډول سیالۍ کولای شي له دوی سره د وړتیاوو ښودلو برخه کې ګټورې تمامې شي.

یوه بل لوبغاړي الهام هم ورته څرګندونې وکړې او له مسوولینو یې وغوښتل څو د ورزش برخه کې د دوی لا ډېر ملاتړ وکړي.

د بلخ د فوټسال فدراسیون مسوولینو په وینا، په راتلونکو څو ورځو کې به د هېواد په پلازمېنه کابل کې د زونونو په کچه د فوټسال سیالۍ پیل شي او د شمال زون په استازۍ به د بلخ لوبډله برخه په کې واخلي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.