ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې لسګونه کیلوګرامه نشه‌يي توکي کشف او ترلاسه شوي | سومالیا کې په یو برید کې ۹۵ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې   | د لبنان حزب‌الله د اسرائیل پر لور لږ تر لږه ۵۰ توغندي توغولي | د پاریس المپیک سیالۍ؛ د جودو پر افغان لوبغاړي بندیز لګېدلی | د فاریاب – جوزجان پر لویه لار د ترافیکي پېښي له امله نهه کسان مړه شوي | ځیني هوایي شرکتونو اسرائیل او لبنان ته خپلې الوتنې ځنډولې دي | تېره اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې ۷ کسان وژل شوي او یو ټپي و | لوګر کې د کانګفو ورزشي سیالۍ ترسره شوې | درملو ته نه لاسرسی؛ هرات کې یو شمېر کوچیان د خپلو څارویو تلف کېدو ته اندېښمن دي | هرات کې د ۱۳،۵ میلیون افغانیو په لګښت یو کانال او یو استنادي دېوال جوړیږي
ننګرهار کې لسګونه کیلوګرامه نشه‌يي توکي کشف او ترلاسه شوي

ننګرهار کې لسګونه کیلوګرامه نشه‌يي توکي کشف او ترلاسه شوي

author avatar
4 Aug 2024 - 11:43
ننګرهار کې لسګونه کیلوګرامه نشه‌يي توکي کشف او ترلاسه شوي
author avatar
4 Aug 2024 - 11:43

جلال‌اباد (پژواک، ۱۴ زمری ۱۴۰۳): د ننګرهار په سپین‌غر ولسوالۍ کې ۹۶ کیلوګرامه نشه‌يي توکي کشف او ترلاسه شوي او په تړاو یې لس کسان هم نیول شوي دي.

مسوولين وايي، يادو کسانو غوښتل چې دغه نشه‌يي توکي د ډیورنډ فرضي کرښې هغې غاړې ته ولېږدوي چې ونيول شول.

په ختيځ کې د ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو ویاند مولوي وحيدالله محمدي د زمري په ۱۴مه پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره شپه د سرحدي ځواکونو له لوري د ننګرهار د سپين‌غر ولسوالۍ په مومند تنګي سيمه کې د نشه‌يي توکو د قاچاق په تړاو لس کسان نيول شوي دي.

دی وايي، له يادو کسانو ۸۰ کلچې خام چرس چې وزن يې ۹۶ کيلو ګرامه کېږي، ترلاسه شوي دي.

دی وایي، نيول شوو کسانو غوښتل چې دغه نشه‌يي توکي له فرضي کرښې هغې غاړې ته قاچاق کړي خو ونيول شول.

دوه ورځې مخکې هم د ننګرهار دوربابا ولسوالۍ کې شپږ کسان له نشه‌يي توکو سره نيول شوي وو چې غوښتل یې پاکستان ته یې قاچاق کړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.