Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې ۲۶ دښمنۍ حل شوې دي

لوګر کې ۲۶ دښمنۍ حل شوې دي

author avatar
5 Aug 2024 - 18:31
لوګر کې ۲۶ دښمنۍ حل شوې دي
author avatar
5 Aug 2024 - 18:31

پل‌علم (پژواک، ۱۵ زمري ۱۴۰۳): د لوګر د قومونو او قبایلو چارو ریاست وايي، په تېرو درېیو کلونو کې د دغه ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې ۲۶ لویې او وړې شخړې هوارې شوې دي.

د دغه ولایت د قومونو او قبایلو چارو رییس مولوي محمدعالم رهبر پژواک خبري اژانس ته وویل، د لوګر ولایت د علماوو، قومي مشرانو او مخورو په مرسته یې په مرکز پل علم او یو شمیر ولسوالیو کې ۲۶ لویې او وړې دښمنۍ هوارې کړې دي.

ده وویل، هوارې شوې ډیری دښمنۍ د ځمکې ملکیت، شخصي حریم، پیسو، موټرو ټکر او همدارنګه د خوښیو مراسمو کې د شخړو له امله رامنځته شوې وې.

رهبر وویل، د پخوا په پرتله د لوګر ولایت په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې د قومونو ترمنځ یووالی رامنځته شوی او ډيری شخړې د علماوو او قومي مشرانو په منځګړیتوب هوارېږي.

 ده زیاته کړه، هڅه کوي د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د قومونو او کورنیو ترمنځ پاتې دښمنۍ هم په سوله‌ییزه توګه هوارې کړي.

د مرکز پل‌علم یوه قومي مشر حاجي حسین خیل پژواک ته وویل، رښتیا هم لوګر ولایت کې په تېرو درېیو کلونو کې د بېلابېلو قومونو او کورنیو ترمنځ لسګونه لویې او وړې دښمنۍ هوارې شوې دي.

هغه وویل، ډیری هوارې شوې شخړې له ۲۰ کلونو ډېره مخینه درلوده خو اوس حل شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې دوې اونۍ وړاندې هم د لوګر ولایت د سیمه‌ییزو چارواکو، علماوو او قومي مشرانو په منځګړیتوب د سلیمان خېل قوم اړوند دوه کورنیو ترمنځ ۲۵ کلنه دښمني هواره شوه.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.