جلالاباد (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۳): د ننګرهار عامې روغتيا رياست وايي چې په تېرو پنځو میاشتو کې په دغه ولایت کې ۳۸ کسان د سیندونو او نهرونو په اوبو کې د ډبېدو له امله مړه شوي دي.
مسوولين وایي، په دغو کسانو کې ځيني يې د سیند پر غاړه د کار کولو او یا هم د تګ پرمهال سیندونو وړي چې په ډله کې یې دوه ښځې هم دي.
بلخوا، د ننګرهار ولايت اوسېدونکي وايي، په دې وروستيو کې په سیندونو او نهرونو کې د ګرمۍ د ډېروالي له امله د ځوانانو او ماشومانو لامبو هم ډېره شوې چې ورسره یې مرګژوبله هم ډېره شوې ده.
د ننګرهار ولايت د عامې روغتيا رييس مولوي امينالله شريف پژواک خبري اژانس ته وويل، په تېرو شاوخوا پنځو میاشتو کې د جلالاباد حوزوي روغتون عدلي طب څانګې ته د اوبو له امله د مړو شوو ۳۸ کسانو جسدونه راوړل شوي دي.
دی وايي، په دغو کسانو کې دوه ښځې هم دي او اکثريت يې د لامبلو پرمهال اوبو وړي او مړه شوي دي.
هغه زياته کړه: «اکثره وخت ځوانان کوښښ کوي چې سیندونو کې ولامبېږي، ګرمي زياته وي، نو دې وخت کې زموږ د مړو ارقام ۳۸ دي، هغوی چې طب عدلي ته راوړل شوي دي.»
د روغتيا ريیس وايي، شايد دا ارقام له دې ډېر وي، خو دا هغه کسان دي چې عدلي طب ته راوړل شوي دي.
تر ټولو وروستۍ پېښه د تېرې جمعې په ورځ د يو تنکي ځوان د مړينې ده چې د جلالاباد ښار د لومړۍ ناحیې اړوند د کابل په سیند کې د لامبو وهلو له امله ډوب او مړ شوی دی.
د جلالاباد ښار يو اوسېدونکی او د دې پېښې عيني شاهد همايون خان وايي، له ملګرو سره يوځای د امیداباد سيمه کې د سیند غاړې ته ناست و چې ګڼه ګوڼه جوړه شوه او خلکو چغې کړې چې يو ځوان اوبو یووړ.
دی وايي، خلکو ډېره هڅه وکړه چې ځوان راپيدا کړي خو هغه پيدا نه شو، بیا يې يو ورځ وروسته (د شنبې په ورځ) پر فیسبوک اعلان ولید چې د یاد کس مړی را پيدا شوی دی.
د لومړۍ ناحیې اړوند د امیداباد سيمې يوه بل اوسېدونکي انور خان پژواک ته وويل، په دغه سيمه کې هره اونۍ دا ډول دوه درې پېښې رامنځته کېږي.
دی وایي: «کورنۍ بايد خپل ځوانان په دې پوه کړي، لامبلو ته يې پرې نه ږدي، حکومت دې هم په خطرناکو ځايونو کې د لامبلو مخه ونیسي.»
ډاکټران بیا وايي چې د ګرمۍ زیاتوالي پرمهال دې خلک یوازې لامبو وهلو ته مخه نه کوي نورې لارې چارې دې هم ولټوي.
د ننګرهار ولایت مرکز جلالاباد ښار کې د داخله ناروغيو يو معالج ډاکټر روحالله رسولي پژواک سره خبرو کې له کورنيو وغوښتل چې د ګرمۍ د زياتوالي پر وخت خپل اولادونه له لمر څخه وساتي.
هغه وايي: «کورنۍ دې خپلو اولادونو ته ډېرې اوبه او تازه مېوې ورکړي چې ورسره یې ګرمي ماتېږي او بیا یې په نهرونو او سیندونو کې لامبلو ته زړه نه کېږي.»
دا په داسې حال کې ده چې له تېرې جمعې ورځې راهیسې د ننګرهار ولايت يو شمېر مدني فعالانو په جلالاباد ښار او شاوخوا سيمو کې په سیند او نهرونو کې د لامبو وهلو په اړه د عامه پوهاوي کمپاين پيل کړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP