کابل (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۳): د افغانستان بانک وايي چې په هرات ولایت کې یې ۵۵۹ میلیون او ۱۴۰ زره زړې افغانۍ سوځولې دي.
د افغانستان بانک له لوري نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په یاد شمېر بانک نوټونو کې لس ګون، شل ګون، پنځوس ګون، سل ګون، پنځه سوه ګون او زرګون بانک نوټونه شامل دي.
د خبرپاڼې په حواله، د یادو بانکنوټونو د سوځونې پر مهال د افغانستان بانک دویم مرستیال ملا محمد آخند له خلکو وغوښتل چې د سوداګریزو راکړو ورکړو پر مهال د بانکنوټونو ساتنې ته پوره پاملرنه وکړي، څو له وخته مخکې مندرس نه شي.
نوموړي زیاته کړه، د بانکنوټونو ساتنې ته نه پاملرنه د دې لامل شوې ده چې بانکنوټونه له وخت وړاندې مندرس شي.
دا په داسې حال ده چې د افغانستان بانک د روانې زمري میاشتې په ۲مه هم په شمال او شمال ختیځ زونونو کې راټولې شوې یو میلیارد، ۷۳ میلیون او ۹۶۲ زره زړې افغانۍ سوځولې وې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP