ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نورستان خلک: له پنځو کلونو وروسته لا هم دغه «ملي پارک» ته اساسي سړک نه دی جوړ شوی

د نورستان خلک: له پنځو کلونو وروسته لا هم دغه «ملي پارک» ته اساسي سړک نه دی جوړ شوی

author avatar
5 Aug 2024 - 17:58
د نورستان خلک: له پنځو کلونو وروسته لا هم دغه «ملي پارک» ته اساسي سړک نه دی جوړ شوی
author avatar
5 Aug 2024 - 17:58

اسعداباد (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۳): د نورستان یو شمېر اوسېدونکي وایي، پنځه کاله مخکې دغه ولایت ته د ملي پارک نوم ورکړل شوی، خو لا هم ورته اساسي سړک نه دی جوړ شوی، هوټلونه نه‌لري او هیڅ ډول بنسټیزه پروژه په‌کې نه ده پلې شوې.

د هېواد په ختیځ کې نورستان ولایت چې شاوخوا پنځه کاله مخکې د مخکني حکومت له لوري ملي پارک ونومول شو، اوس یې اوسېدونکي وايي چې لا هم ورته یو پوخ او اساسي سرک نه دی جوړ شوی، د سیلانیانو لپاره د شپې د پاتې‌ کېدو مناسب ځایونه نه‌لري، ډېرو سیمو کې یې مخابراتي خدمات نشته او هیڅ ډول بنسټیزه پروژه په‌کې نه ده پلې شوې.

د دغه ولایت د کانتیوا ولسوالۍ اوسېدونکي او قومي مشر عبدالواحد پژواک خبري اژانس ته وویل، نورستان د هېواد په کچه درېیم ملي پارک او د وحشي ژویو د یوه خوندي ساتن‌ځای په نوم نومول شوی خو زیاتوي چې د حکومت له لوري هم ورته هیڅ ډول پاملرنه نه ده شوې.

هغه وویل: «د مخکني حکومت له لوري د ملي پارک په نوم د نورستان له نومولو وروسته تر اوسه هیڅ داسې اقدام نه دی شوی چې وښیي نورستان رښتیا هم ملي پارک دی.»

هغه زیاته کړه، دغه ولایت ته لا هم غځیدلې لویه لار خامه او له ستونزه ډکه ده، د سیلانیانو لپاره هوټلونه نشته او نه هم د شپې د پاتې کېدو لپاره مناسب ځایونه په‌کې جوړ شوي دي.

دغه راز، د کامدېش ولسوالۍ اوسېدونکی لیکوال او ژورنالیست محمداسماعیل زماني وایي، نورستان ګڼې زرغونې درې او تاریخي ښکلې سیمي لري چې ورغلې ټولې لارې یې خامې دي.

نوموړي وویل: «له هغه وروسته چې نورستان د ملي پارک په نوم نومول شوی، د سیلانیانو راتګ هم ډېر شوی خو دلته نه سړکونه جوړ دي، نه برېښنا لرو او نه هم د سیلانیانو لپاره د پاتې کېدو اسانتیاوې، تش په نوم ملي پارک دی، د پرمختګ هیڅ ډول چاره په‌کې نه ده ترسره شوې.»

ورته مهال، د کامدېش ولسوالۍ اړوند د پپړیستان سیمې اوسېدونکی او په مخکني حکومت کې د دغه ولایت د ولایتي شورا غړی عبدالظاهر وايي، نورستان ډېرې زرغوني درې او تاریخي سیمي لري چې د لارو د خرابوالي یا د سړکونو د نشت‌والي له امله د سیلانیانو له سترګو پناه پاتې دي.

هغه وویل: «د افسانو وطن نورستان ډېرې ښکلې سیمې لري، د اندر پخوانی تاریخي بڼ، د افغانستان د پخواني پاچا محمدظاهر شاه مېنه چې لا هم شته او بیارغونې ته جدي اړتیا لري، د ډېرو خلکو څخه نالیدلي پاتې دي.»

هغه زیاتوي، که حکومت د ملي پارک مشخصاتو او معیارنو د پوره کېدو لپاره دغه ولایت ته د بنسټیزو پروژو پلې کېدل پیل او پاملرنه ورته ډېره کړي، نه یوازې د نورستان خلکو ته به د کار فرصتونه برابر شي، بلکې دغه ولایت به د توریزم او سیاحت پر یوه مناسب ځای بدل شي.

د نورستان حکومتي مسوولین هم مني چې د ملي پارک د پراختیا او سیلانیانو ته د اسانتیاوو برابرولو‎ برخه کې له تېرو پنځه کلونو راهیسې هڅې نه دي شوي.

په همدې حال کې د دغه ولایت ځايي چارواکي هم مني چې نورستان ته په مناسبه اندازه بنسټيز کار نه دی شوی او زیاتوي چې په لوړه کچه ورته مسوولینو پاملرنه نه ده کړې.

د نورستان د چاپېریال ساتنې ادارې مشر مولوي سمیع‌الحق حقاني پژواک خبري اژانس ته وویل، ولایتي ادارې هڅې پیل کړې چې د دغه ولایت طبیعي ښکلاګانو او وحشي ژویو د ساتنې او سیلانیانو ته د اسانتیاوو برابرولو برخو کې لاس په کار شي.

هغه وویل: «د مرکز پارون او اسعداباد ترمنځ د غځېدلې لویې لارې د اساسي جوړېدو منظوري شوې ده او لومړنۍ سروې یې هم ترسره شوې، تمه شته چې دغه لار په اساسي ډول ورغول شي، د دې ترڅنګ د ملي پارک مشخصاتو او معیارونو د پوره کېدو لپاره هم هڅې کوو.»

د یادونې ده، په ۱۳۹۹ لمریز کال کې کله چې د مخکني حکومت له لوري نورستان د ملي پارک په نوم نومول کېده، دغه ولایت کې د یوه پنځه کلن پراختیایي پلان د پلې کېدو په موخه ورته پنځه میلیون ډالر هم ځانګړي شوي وو.

Views: 62

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.