کابل (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۳): کابینې د اوبو او برېښنا وزارت ته دنده سپارلې چې د امو سیند سواحلو استحکام په اړه پرېکنده اقدامات ترسره کړي او د سيند غاړو د تخريب مخه ونيسي.
د چارو ادارې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اسلامي امارت کابينې غونډه د رييسالوزراء ملا محمدحسن اخند په مشرۍ نن (دوشنبه) ترسره شوه چې په کې د يو شمېر موضوعاتو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.
خبرپاڼه کاږي، د کابینې په دې غونډه کې د اوبو او برېښنا وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د امو سیند سواحلو استحکام په اړه پرېکنده اقدامات ترسره کړي او د سيند غاړو د تخريب مخه ونيسي.
د خبرپاڼې په حواله، په غونډه کې د مالیې وزارت د لومړۍ ربعې د غیر مالیاتي عوایدو راپور تایید شو، ځیني ادارات وهڅول شول او ځينو ته سپارښتنې وشوې چې په دې برخه کې له شته امکاناتو او فرصتونو په استفادې د یاد وزارت لارښوونې په نظر کې ونیسي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د کابينې په دې غونډه کې د افغان نساجي شرکت د جایدادونو راګرځولو په اړه هم یو پلاوی وټاکل شو، څو په دې اړه ښه تحقیق وکړي او وروستی راپور یې د کابینې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن