ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جي اووه ډلې په منځني ختیځ کې له ښکېلو لورو غوښتي چې د تاوتریخوالي د پراخېدو لامل نه‌شي

جي اووه ډلې په منځني ختیځ کې له ښکېلو لورو غوښتي چې د تاوتریخوالي د پراخېدو لامل نه‌شي

author avatar
5 Aug 2024 - 16:32
جي اووه ډلې په منځني ختیځ کې له ښکېلو لورو غوښتي چې د تاوتریخوالي د پراخېدو لامل نه‌شي
author avatar
5 Aug 2024 - 16:32

کابل (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۳): د جي اووه ډلې هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په منځني ختیځ کې له ټولو ښکېلو غاړو غوښتي چې له هر هغه اقدامه دې لاس واخلي چې د تاوتریخوالي د پراخېدو لامل ګرځي.

د رویټرز د راپور له مخې، جي اووه ډلې د وروستیو پېښو په اړه - چې ممکن د لبنان په ګډون په سیمه کې په پراخه کچه ناورین وغځوي - خپله «جدي اندېښنه» څرګنده کړې.

د جي اووه ډلې په بیانیه کې راغلي: «د وروستیو پېښو په اړه خپله شدیده اندېښنه چې کېدای شي په سیمه کې د ناورین د پراخېدو لامل شي، څرګندوو. موږ له ښکېلو لورو غواړو چې له هر ‌ډول اقدامه چې کېدای شي د خبرو اترو لاره خنډ کړي او د ترینګلتیا د پراخېدو لامل شي، ‌ډډه وکړي.»

دغه راز، د جي اووه ډلې هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غزه کې پر اوربند او یرغمل‌شوو د خوشي کولو غوښتنه کړې او د فلسطین له خلکو سره یې د بشري مرستو د ډېرېدو په اړه د یادې ډلې د غړو هېوادونو پر ژمنتیا ټینګار کړی دی.

رویټرز لیکلي، په منځني ختیځ کې تاوتریخوالی چې په غزه کې د اسراییلو د ۱۰ میاشتنۍ جګړې له امله رامنځته شوی، په دې وروستیو ورځو کې په تهران کې د حماس د سیاسي دفتر د رییس اسماعیل هنیه له په نښه کېدو را وروسته، لا پراخ شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د اکسیوس راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتونی بلینکن په جي اووه ډله کې خپلو سیالانو وویل چې ښايي ایران او حزب‌ا‌لله لبنان د دوشنبې په ورځ (د زمري ۱۵مه) پر اسراییل برید وکړي.

‎ورته مهال، نړۍوالو هوايي شرکتونو په تهران کې د حماس د سیاسي دفتر د رییس اسماعیل هنیه له ترور او د لا پراخو جګړو د احتمال له امله اسراییل او لبنان ته پر خپلو الوتنو بندیز لګولی دی.

د حماس د سیاسي دفتر رییس اسماعیل هنیه د تېرې اونۍ د چهارشنبې پر سهار (د زمري ۱۰مه) په تهران کې په یوه برید کې ژوند له لاسه ورکړ او وروسته په قطر کې خارو ته وسپارل شو. هنیه د ایران د نوي ولسمشر مسعود پزشکیال د لوړې په مراسمو کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته سفر کړی و.

د یادونې ده، (G7) ډله د دولتونو ترمنځ یو سازمان دی چې کاناډا، فرانسه، المان، ایټالیا، جاپان، بریټانیا او د امریکا متحده ایالتونه یې غړي هېوادونه دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.