Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندوز کې د پستې حاصلات د تېر کال په پرتله نږدې شپږ برابره ډېر شوي

کندوز کې د پستې حاصلات د تېر کال په پرتله نږدې شپږ برابره ډېر شوي

author avatar
6 Aug 2024 - 14:27
کندوز کې د پستې حاصلات د تېر کال په پرتله نږدې شپږ برابره ډېر شوي
author avatar
6 Aug 2024 - 14:27

کندوز ښار (پژواک، ۱۶ زمری ۱۴۰۳ ): د کندوز د کرنې ریاست کې مسوولین وايي، سږ کال په دغه ولایت کې ۱۷۳ ټنه پسته راټوله شوې چې د تېر کال په پرتله نږدې شپږ برابره ډېروالی ښیي.

د کندوز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د طبیعي سرچینو امر مولوي خال‌محمد بخاري پژواک خبري اژانس وویل چې په دغه ولایت کې د اوبو او هوا مناسبوالی او د پستې حاصلاتو راټولولو پر شفافیت څارنه د پستې حاصلاتو ډېرېدو لوی لاملونه دي.

هغه زیاته کړه: «روان کال د پستې ۱۷۳ ټنه حاصلات راټول شوي چې تېر کال دغه رقم ۳۱ ټنه و، د پستې حاصلاتو ډېرېدو لامل دا دی چې سمه څارنه یې شوې، اوبه او هوا مناسبه وه او موږ یوه ټولنه لرو چې د ځنګلونو ساتنه کوي او ښه ساتنه یې کړې ده.»

د هغه د معلومات له مخې، د پستې  دغه حاصلات له ۲۱ زره هکټاره ځمکې راټول شوي دي.

ورته مهال، کندوز کې یو شمېر بزګران وايي چې روان لمریز کال کې اوبه او هوا کښت او زراعت ته مساعد وو، دغه ‌راز، په دغه ولایت کې د پستې حاصلاتو پر ډېرېدو خوښي څرګندوي.

د کندوز په علي‌اباد ولسوالي کې د رحمان‌الله په نوم یوه بزګر په دې اړه وویل: «سږ کال بزګران ډېر خوښ دي، اوبه هم د تېر کال په پرتله ډېرې دي، کښت هم ښه شوی، موږ له اسلامي امارته غواړو چې زموږ حاصلاتو ته د بازار زمینه مساعده کړي.»

د محمدشفیق په نوم یو بل بزګر د پستې حاصلاتو ډېرېدو په اړه وايي: «د تېر کال په پرتله مو حاصلات ډېر ښه شوي، د تېر کال سړه هوا د دې لامل شوه چې د پستې حاصلات ډېر کم شي، سږ کال اوبه او هوا دواړه ډېر ښه وو.»

کندوز کې یو شمېر بزګرانو دغه‌ راز وویل، سږ کال یې د مناسبو اوبو او هوا له امله یې له کروندو ښه حاصلات ترلاسه کړي دي.

د کندوز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ځايي مسوولینو د معلوماتو له مخې، خان‌اباد، علی‌اباد‌، امام‌صاحب، چهاردره او اقتاش هغه ولسوالۍ دي چې د پستې تر ټولو ډېر ځنګلونه لري او د کرنې د ریاست او انجمن له لوري یې ساتنه کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.