Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په فراه ولایت کې د سولري برېښنا شبکه جوړېږي

فراه ښار (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۳): د فراه د برېښنا امریت مسوولین وايي، په راتلونکو څو میاشتو کې به په دغه ولایت کې د سولري برېښنا شبکه جوړه او زرګونو کورنیو ته به برېښنا ورکړل شي.

د معلوماتو له مخې، دا مهال د فراه ښار اوسېدونکو ته په ۲۴ ساعتونو کې یوازې نهه ساعته برېښنا ورکول کېږي.

د دغه ولایت د برېښنا امریت د عملیاتي چارو امر صلاح‌الدین بشيري پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا مهال یوازې فراه ښار ته حرارتي برېښنا ورکول کېږي او یو کیلو واټ یې په ۲۰ افغانۍ دی.

د هغه په وینا، د فراه ښار اوسېدونکو ته دا مهال څلور ساعته په ورځ کې او پنځه ساعته هم په شپه کې برېښنا ورکول کېږي.

خو بشیري وايي چې څه موده وړاندې له پلازمېنې کابل څخه یوه پلاوي دغه ولایت ته سفر کړی و او سروې یې کړې چې په دغه ولایت کې د سولري برېښنا یوه شبکه فعاله کړي.

هغه وايي چې دغه شبکه به په راتلونکو شپږو میاشتو کې جوړه شي او پنځه زره کورنیو ته به برېښنا ورکړل شي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د دې شبکې په جوړولو ۲۵ میلیونه ډالره لګښت راځي او درې مېګاواټه برېښنا به تولید کړي.

ده زیاته کړه: «د دې شبکې په جوړېدو سره به د فراه ښار د دولتي ادارو او د ناحیو د برېښنا مشکل حل شي.»

بلخوا، د فراه ښار اوسېدونکي هم د یادې شبکې جوړېدو ته خوښ دي.

د فراه د مرکز یوه اوسېدونکي محمدهوشمند پژواک ته وویل چې فراه ښار دا مهال محدوده او کمزورې برېښنا لري.

هوشمند زیاتوي: «زه په فراه ولایت کې د کمپیوټرو دوکان لرم، برق ډېر ضعیفه دی خو ما خپله ۶۰ زره روپیو باندې سولري سیسټم جوړ کړی، مقصد تر یوه حده زمونږ کار پرې روان دی.»

خو دی وايي چې د حکومت له لوري د سولري شبکې په جوړېدو سره به تر ډېره د خلکو د برېښنا ستونزه حل شي.

دغه راز، د فراه ښار یو بل اوسېدونکی محمدظریف وايي چې د فراه ولایت ګاونډي ولایتونه واردتي برېښنا لري خو دوی یې نه لري.

نوموړی زیاتوي: «زموږ همسایه ولایتونه شپه او ورځ برق لري خو زه نه پوهېږم چې ولې زموږ ولایت برق نه لري، که دا سولري شبکه جوړه شي مونږ به هم ان‌شاءالله برق پیدا کړو.»

د یادونې ده، دا مهال په فراه ولایت کې د بخش‌اباد بند پر جوړولو هم کار روان دی چې په بشپړېدو سره به یې تر ډېره د دغه ولایت د اوسېدونکو د برېښنا ستونزه حل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.