Language

د غزني ناور ولسوالۍ کې ۳۲۸ پراختیايي پروژې بشپړې شوې

غزني ښار (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۳): د غزني د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست وايي چې د دغه ولایت په ناور ولسوالۍ کې د ۱۵۳ میلیون افغانیو په لګښت ۳۲۸ پراختیايي پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د غزني د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس مولوي محمدقاسم امیني پژواک خبري اژانس ته وویل، يادې پروژې د دوی تر څارنې لاندې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې (UNOPS) په مالي لګښت بشپړې شوې دي.

هغه وايي چې په دغو ۳۲۸ پروژو کې د کلیوالي سړکونو جغل اندازي او د اوبو لګولو ساختمانونو، ویالو، استنادي دېوالونو، پلونو، پلګوټو او د اوبو کوچني بندونو جوړول شامل دي.

د نوموړي په وینا، پر یادو پروژو ۱۵۳ میلیون افغانۍ لګول شوې او چارې د یوه کال په موده بشپړې شوې دي.

نوموړي وویل، د دغو پروژو په بشپړېدو سره زرګونو کورنیو ته بېلابېلو برخو کې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د یادو پروژو د پلې کولو پر مهال څلور زره مسلکي او غیرمسلکي کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه چې مسلکي کارګرو ته د ورځې ۷۰۰ او غیرمسلکي کارګرو ته د ورځې ۴۰۰ افغانۍ ورکول کېدې.

بلخوا، د ناور ولسوالۍ خلک هم د یادو پروژو ترسره کېدو ته خوښ دي.

د ناور د مرکز اړوند یوه اوسېدونکي حسین پژواک ته وویل چې پخوا یې د سیمې سړکونه ویجاړ وو خو اوس پرې جغل اچول شوی، ویالې، پلونه او استنادي دېوالونه جوړ شوي دي.

هغه د یادو پروژو پر پلې کېدو خوښي وښوده خو ټینګار یې وکړ چې د سړکونو اساسي جوړونې ته باید اقدام وشي.

د یادونې ده، څه موده مخکې هم د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې (UNOPS) په ۴۴ میلیون افغانۍ مالي لګښت د غزني په خواجه‌عمري ولسوالۍ کې ۴۲ رغنیزې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.