Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ترافیکو عمومي ریاست: ټکسي موټرو ته د نوي رنګ ورکولو لړۍ به د روان کال تر پایه بشپړه شي

کابل (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۳): د ترافیکو عمومي ریاست وایي چې د روان کال تر پایه به په هېواد کې ترانسپورټي سیسټم منظم او ټولې ټکسيانې به په نوي رنګ کې فعالیت کوي.

د ترافیک پولیسو عمومي ریاست نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د ترافیکو عمومي رییس پاسوال حسیب‌الله مختار له یو شمېر ملي او نړۍوالو رسنیو سره په خبرو کې ویلي، تر دې دمه شاوخوا شل زره ټکسي موټر رنګ شوي او د روان کال تر پایه به دا لړۍ بشپړه شي.

هغه ویلي، د روان کال تر پایه به په هېواد کې ترانسپورټي سیسټم منظم او ټکسي موټر به ټول په نوي رنګ کې فعالیت کوي.

سرچینې ویلي، رسنیو د ترافیکي پېښو او د لاملونو په اړه یې هم پوښتنې وکړې چې د ترافیک پولیسو عمومي رییس یې لاملونه په هېواد کې د سراسري امنیت پایله کې د خلکو د تګ راتګ زیاتېدل، په تېرو کلونو کې تر نیمایي ډېر لایسنسونه غیرقانوني وېشل، د واټونو خرابوالی، د هېوادوالو له خوا بې‌احتیاطي او ترافیکي اصولو ته نه پاملرنه په ګوته کړل.

مختار زیاته کړې چې په راتلونکي کې د ترافیکي پېښو مخنیوي او لویو لارو د کنټرول او مدیریت لپاره څه باندې شپږ سوه کسیز کنډک هم په پام کې نیول شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې چنګاښ میاشتې په ۲۸مه د ترافیکو عمومي ریاست ویلي وو چې له دې وروسته په ټول هېواد کې شخصي او ژېړ رنګ ټکسي موټر پر عامه واټونو د کار کولو حق نه لري.

د یادونې ده، د تېر کال په لېندۍ میاشت کې د ټکسي موټرو د رنګ بدلولو لړۍ پیل شوې وه، هغه مهال مسوولینو ویلي وو چې په مرکز او ولایتونو کې نور شخصي موټر پر واټونو د سپرلیو د لېږدولو حق نه لري او دغه ګام د ترافیکي بې‌نظمیو مخنیوي او امنیتي خوندیتوب په موخه اخلي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.