ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان کې له انفرادي بانکي حسابونو د پیسو ایستلو کچه لوړه شوه

افغانستان کې له انفرادي بانکي حسابونو د پیسو ایستلو کچه لوړه شوه

author avatar
7 Aug 2024 - 15:26
افغانستان کې له انفرادي بانکي حسابونو د پیسو ایستلو کچه لوړه شوه
author avatar
7 Aug 2024 - 15:26

کابل (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۳): د افغانستان بانک وايي، په سوداګریزو بانکونو کې محدودیت نور هم کم شوی، اوس د افغانیو انفرادي حساب ‌لرونکي په اونۍ کې ۱۵۰ زره افغانۍ او ډالري حساب لرونکي تر دوه زره ډالرو پورې ایستلی شي چې دغه رقم مخکې ۷۰ زره افغانۍ او زر ډالر وو.

د افغانستان بانک د یوې خبرپانې په خپرولو دغه راز زیاتوي چې د افغانیو انفرادي حساب لرونکي ته د پیسو ایستلو کچه په میاشت کې له ۲۵۰ زره افغانیو ۵۰۰ زره افغانیو ته لوړه شوه.

خبرپاڼه کاږي، د شرکتي حساب لرونکو لپاره د پیسو ایستلو رقم په میاشت کې له پنځه سلنې لس سلنې ته لوړه شوه، په دغه شرط چې یاد مبلغ په میاشتني ډول له دوه سوه زره امریکایي ډالرو یا معادل یې پر افغانیو لوړ نه شي، له دې مخکې دغه محدودیت سل زره امریکایي ډالر وو.

هغه انفرادي بانکي حسابونه چې بیلانس یې له شل زره امریکایي ډالرو یا یې معادل پر افغانیو پورته نه وي، د ایستلو لپاره یې هيڅ ډول محدودیت نشته.

خبرپاڼه کې ویل شوي، هغه شرکتي بانکي حسابونه چې بیلانس یې له ۳۰ زره امریکایي ډالرو او یا یې معادل پر افغانیو پورته نه وي، د یاد مبلغ ایستلو لپاره هيڅ ډول محدودیت نشته.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.