ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«ننګرهار کې د ۱۷ رسنيو د جوازونو لغوه کول حقيقت نه لري»

«ننګرهار کې د ۱۷ رسنيو د جوازونو لغوه کول حقيقت نه لري»

author avatar
7 Aug 2024 - 18:13
«ننګرهار کې د ۱۷ رسنيو د جوازونو لغوه کول حقيقت نه لري»
author avatar
7 Aug 2024 - 18:13

جلال‌اباد (پژواک،  ۱۷ زمری ۱۴۰۳): د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست وايی، په دغه ولايت کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له لوري د ۱۷ غږیزو رسنیو د جوازونو لغوه کولو په اړه خپاره شوي خبرونه حقيقت نه لري.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست دغه څرګندونې د افغانستان د خبریالانو مرکز له لوري د هغې اعلامیې په غبرګون کې کړي چې په همدې تړاو يې د زمري په ۱۵مه خپره کړې وه.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: «د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په ننګرهار ولایت کې د فرېکونسي د مالياتو د نه ورکړې له امله د ۱۷ سيمه‌ييزو رسنيو جوازونه لغوه کړي دي.»

ياد بنسټ دغه‌راز ويلي، که څه هم تر اوسه د دغو رسنيو مسوولينو ته د فعاليت د درېدو په تړاو څه نه دي ويل شوي، خو ګوتڅنډنه ورته شوې که ژر تر ژره خپل جوازونه تمديد نه کړي، رسنۍ به یې وتړل شي.

خو د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اطلاعاتو آمر مولوي صديق‌الله قريشي بیا وايي چې دا موضوع حقيقت نه لري.

هغه زیاته کړه: «دغه راپورونه بې‌اساسه دي او دا د بهرنيو کړيو پوچ تبلغات دي چې غواړي په دغو افواهاتو سره د افغانستان د اسلامي امارت او ژمنو رسنيو ترمنځ فاصله رامنځته کړي.»

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.