Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغان ورزشکار صمیم فیض‌زاد المپیکي سیالیو کې له ګډون وروسته بېرته هېواد ته راستون شو

کابل (پژواک، ۱۹ زمری ۱۴۰۳): د جودو ملي لوبډلې لوبغاړی صمیم فیض‌زاد چې د پاریس په المپیکي سیالیو کې یې ګډون کړی و، نن بېرته هېواد ته راستون شو.

څو ورخې مخکې داسې اوازې خپرې شوې چې د جودو ملي لوبغاړی صمیم فیض‌زاد د پاریس له المپیکي سیالیو وروسته جرمني ته تللی دی.

خو نن صمیم فیض‌زاد بېرته هېواد راستون شو او د کابل په هوایي ډګر کې یې له رسنیو سره په خبرو کې وویل، ځینو بهرنیو رسنیو دا اوازه خپره کړې وه چې دی بېرته هېواد ته نه راځي او زیاته یې کړه، هغوی غوښتل چې د افغانستان د المپیک د ملي کمېټې او د ده نوم بد کړي.

هغه زیاته کړه چې هرې لوبې ته ځي او بېرته به راځي؛ ځکه دا یې وطن دی.

دغه راز، د المپیک ملي کمېټې اجرائیه رییس دادمحمد پاینده اختري هم وویل، داسې اوازې وې چې صمیم فیض‌زاد بېرته هېواد ته نه راګرځي خو هغه نن هېواد ته راستون شو.

هغه زیاته کړه، دا د ځینو دښمنانو تبلیغات و او دوی غوښتل چې د افغانستان د ورزش اداره بدنامه کړي.

دغه راز، د المپیک ملي کمېټې مرستیال باور هوتک د پاریس المپیکي سیالیو په اړه وویل، دا لویه خبره ده چې افغان ورزشکاران د پاریس په المپیکي سیالیو کې ګډون کوي؛ ځکه د دې سیالیو کچه ډېره لوړه ده.

نوموړي وویل چې په یادو سیالیو کې له ۲۰۶ هېوادونو ۱۵۰۰۰ ورزشکارانو برخه اخیستې وه او ټول ۱۰۰۰ مډالونه وو، خو شاوخوا ۱۵۰ هېوادونو په کې هیڅ مډال تر دې مهاله نه دی ترلاسه کړی.

هغه وایي، د پاریس المپیکي سیالیو کچه ډېره لوړه ده او د افغان ورزشکارانو نتیجه په کې د تېرو المپیکي سیالیو په پرتله ښه وه.

د یادونې ده، د ۲۰۲۴ کال د پاریس المپیکي سیالیو کې شپږ افغان ورزشکارانو برخه اخیستې وه چې درې یې نجونې او درې نارینه وو او له افغانستانه په کې یوازې صمیم فیض‌زاد شامل و او نور بیا په نورو هېوادونو کې اوسېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.