Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ایراني چارواکي: له افغانستان سره د سوداګرۍ شرایطو کې ښه‌والی راغلی

کابل (پژواک، ۱۹ زمری ۱۴۰۳): په افغانستان کې د ایران د اقتصادي چارو سلاکار ویلي چې د افغانستان ۲۵ سلنه واردات له ایرانه کېږي او له دغه هېواد سره د سوداګرۍ شرایط ښه شوي دي.

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې په افغانستان کې د ایران د اقتصادي چارو سلاکار حسین روستايي د «افغانستان بازار فرصتونه او ستونزې» غونډه کې ویلي، ایران د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې افغانستان ته د څه باندې ۷۲۴ میلیون ډالرو په اندازه صادرات درلودل چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۸ سلنه ډېروالی ښيي.

د هغه په ​​خبره، له تېرو دوو کلونو راهیسې په افغانستان کې د سراسري امنیت او مرکزي واکمنۍ ټينګښت له امله له دغه هېواد سره د سوداګرۍ شرایط ښه شوي دي.

روستايي دې ته په اشارې چې که ایران د افغانستان په بازار کې د حضور لپاره پلان ونه لري، نو ډېر ژر به د قطر، متحده‌ عربي اماراتو، ترکیې، پاکستان او چین په څېر سیال هېوادونه د ایرن ځای خپل کړي.

دغه ایراني چارواکي ویلي چې افغانستان د خپلو بازارونو څه باندې ۸۰ سلنه اړتیاوې د وارداتو له لارې پوره کوي چې ۲۵ سلنه یې له ایرانه دغه هېواد ته واردېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.