Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مولوي عبدالکبیر: ا.ا په یوه قوم او ډلې پورې محدود نه، بلکې د ټولو افغانانو شریک نظام دی

کابل (پژواک، ۱۹ زمری ۱۴۰۳): د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال د ځینو ولایتونو له قومي مشرانو سره په لیدنو کې ویلي، اسلامي امارت او اسلامي نظام په یو قوم او ډلې پورې محدود نه دی؛ بلکې د ټولو افغانانو شریک نظام دی او له تبعیض پرته په کې د ټولو خلکو حقوق خوندي دي.

ارګ پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون په سپېدار ماڼۍ کې په جلا جلا ناستو کې د ننګرهار د سپین غر ولسوالۍ او د پروان او کاپیسا ولایتونو له یو شمېر قومي مشرانو سره وکتل.

ارګ زیاته کړې، په یادو ناستو کې د ننګرهار قومي مشرانو په هېواد کې د اسلامي نظام تر چتر لاندې ژوند ویاړ وباله او له دغه نظام سره یې د هر راز همکاریو ډاډ ورکړ.

هغوی دغه راز د ننګرهار، په ځانګړې توګه د سپین‌غر ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزې او وړانديزونه د ریاست‌الوزراء له سیاسي مرستیال سره شریک کړل.

سرچینې ویلي، د پروان او کاپیسا ولايتونو قومي مشرانو او متنفذينو بيا ايران او قطر ته د رياست‌الوزراء د سياسي مرستيال وروستي سفرونه له يادو هېوادونو سره د اسلامي امارت د اړيکو پياوړتيا لپاره مهم وبلل او زياته يې کړه چې افغانان د اسلامي امارت د کورني او بهرني سياست پر برياليتوب خوښ دي.

هغوی همدارنګه ویلي، په افغانستان کې یو خپلواک اسلامي نظام موجود دی چې د ملي ګټو پر اساس خپلواک کورنی او بهرنی سیاست پر مخ وړي.

همدارنګه دغو قومي مشرانو او متنفذينو له ا.ا څخه په خپلو سیمو کې د اوبو رسونې، روغتیايي مرکزونو، د ښوونځیو او مدارسو لپاره د ودانیو جوړولو او د پروژو پيلولوغوښتنې وکړې.

ارګ ویلي په دې ناسته کې د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال راغلو قومي مشرانو او متنفذينو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، اسلامي امارت او اسلامي نظام په یو قوم او ډلې پورې محدود نه دی؛ بلکې د ټولو افغانانو شریک نظام دی او له تبعیض پرته په کې د ټولو خلکو حقوق خوندي دي.

سرچینې زیاته کړې، په یاده ناسته کې د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال يادو قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ چې غوښتنې به يې د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شریکې کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.