Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بست د پنبې او نباتي غوړیو فابریکه په عصري بڼه ترمیم او بېرته فعاله شوه

بست د پنبې او نباتي غوړیو فابریکه په عصري بڼه ترمیم او بېرته فعاله شوه

author avatar
9 Aug 2024 - 14:17
بست د پنبې او نباتي غوړیو فابریکه په عصري بڼه ترمیم او بېرته فعاله شوه
author avatar
9 Aug 2024 - 14:17

لښکرګاه (پژواک، ۱۹ زمری ۱۴۰۳): هلمند کې د بست د پنبې او نباتي غوړیو دولتي فابریکه چې له کلونو راهیسې یې ځینې برخې غیرفعالې وې، په نوو او عصري ماشینونو او وسایلو سره بېرته ترمیم او فعاله شوه.

دغه فابریکه نن (د زمري ۱۹مه) د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د اقتصاد او مالیې وزارت سرپرست وزیرانو او نورو حکومتي چارواکو په حضور کې پرانیستل شوه.

د اقتصاد سرپرست وزیر قاري دین‌محمد حنیف په خپلو خبرو کې وویل، په هېواد کې څو حیاتي دولتي فابریکې چې له فعالیته لوېدلې وې، بېرته ترمیم شوې او اوس یې فعالیت پیل کړی دی .

هغه زیاته کړه، د بست نباتي غوړیو دولتي فابریکه چې ځینې برخې یې د تېرو حکومتونو د نه پاملرنې له امله له فعالیته لوېدلې وې، بېرته ورغول او فعاله شوه.

د نوموړي په خبره چې په دې فابریکه کې به ډېرو کسانو ته د کار زمینه برابره شي او په ښه کیفیت تولیدات به ولري.

حنیف وویل: «په هېواد کې د کندهار نساجي فابریکه هم ورغول شوه، کندوز کې هم دې ته ورته فابریکه رغول شوې او اسلامي امارت هوډ لري ټولو هېوادوالو ته د کار زمینې برابرې کړي او اقتصاد ته وده ورکړي. «

هغه دغه راز زیاته کړه چې په هېواد کې اوس شرایط برابر شوي، ملي سوداګر او صنعت‌کاران دې د فابریکو جوړولو برخه کې پانګونه وکړي.

بلخوا، د هلمند د والي ویاند مولوي محمدقاسم ریاض پژواک ته وویل، یاده فابریکه چې څلور ډوله تولیدات به ولري، بېرته ترمیم او فعاله شوه او په دې سره به یې تولیدات د پام ډېر شي .

نوموړی وایي: «د ولایت مقام رهبرۍ له خوا د دې فابریکې لپاره یو کمېټه وټاکل شوه، د شپږو میاشتو ‌ په موده کې یې ټول ماشینري نوې شوه، اوس یې په ټولو برخو کې چټکتیا راغلې ده او په ۲۴ ساعتو کې ۱۰۰ ټنه د خام موادو د تولید او پروسس ظرفیت لري «

ریاض دغه راز زیاته کړه چې د دې فابریکې پروسس کېدونکي مالوچ د کندهار د نساجي فابریکې ته ورکول کېږي .

ریاض وویل چې بست د نباتي غوړیو فابریکه اوس مهال ۱۰۰ میلیون افغانۍ بودجه لري چې پر مټ به یې هر کال له کروندګرو پنبه‌دانه پېرل کېږي.

بلخوا، د هلمند اوسېدونکي د بست نباتي غوړیو فابریکې پر ترمیم او بېرته فعالیت خوښي څرګندوي.

د دغه ولایت یوه اوسېدونکي علي‌محمد وویل، د دې ډول فابریکو رغول د خلکو لپاره د کار زمینه برابرولی شي او تر څنګ یې د هېواد اقتصادي اړخ هم ورسره پیاوړی کېږي.

هلمند کې د بست د پنبې او نباتې غوړیو دولتي فابریکه د ظاهرشاه د واکمنۍ پر مهال جوړه شوې چې  تولیدات یې مالوچ پنبه، غوړي، کنجاره او صابون دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.