ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لغمان کې دوه کارګر ماشومان د کار پر مهال مړه شوي

لغمان کې دوه کارګر ماشومان د کار پر مهال مړه شوي

author avatar
9 Aug 2024 - 14:02
لغمان کې دوه کارګر ماشومان د کار پر مهال مړه شوي
author avatar
9 Aug 2024 - 14:02

مهترلام (پژواک، ۱۹ زمری ۱۴۰۳): لغمان کې مسوولین وايي چې د دغه ولایت په الینګار ولسوالي کې دوه کارګر ماشومان د کار پر مهال تر پاڼ لاندې شوي او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

د لغمان د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي رییس قاري خیرمحمد غازي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن سهار د دغه ولایت د الينګار ولسوالۍ د منګو کلي کې د اته کلن نصرت‌الله او ۱۶ کلن حامد په نومونو دوه کارګر ماشومان موټر ته د خاورې بارولو پر مهال تر پاڼ لاندې شوي او مړه شوي دي.

هغه زیاته کړه چې د دوی مرستندویه ډله پر وخت سیمې ته ورغلي او د قربانیانو له کورنیو سره یې د خوراکي توکو مرسته کړې ده.

بلخوا، له یادې پېښې ژغورل شوی فصیح‌الله پژواک ته وویل: «موږ سهار اته بجې د مزدورۍ په خاطر راغلو چې په موټر کې خاوره بار کړو، ناڅاپه کمر ونړېد، موږ درې واړه تر خاورو لاندې شوو، د کلیوالو په همکارۍ زه له خاورو ژوندی راووتم خو له بده مرغه زوی او ورور مې له لاسه ورکړل.»

د یادونې ده، په افغانستان، په ځانګړي ډول ختیځو ولایتونو کې په ډېر شمېر ماشومان د کورنیو د اقتصادي وضعیت خرابوالي له امله پر درنو کارونو بوخت دي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.