Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې دوه کسان له ۱۷ کیلوګرامه «شیشې» سره نیول شوي

غزني‌ښار (پژواک، ۲۰ زمری ۱۴۰۳): د غزني امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت د مرکز څلورمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې دوه کسان د شیشې په نوم له ۱۷ کیلوګرامه نشه‌يي توکو سره نیول شوي دي.

د غزني امنیه قوماندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته د یادو څرګندونو ترڅنګ وویل چې دغه کسان د ښاروالۍ په دروازه کې د پولیسو له خوا نیول شوي دي.

هغه وویل، دغه اندازه نشه‌یي توکي په یوه کرولا ډوله موټر کې په ډېر مهارت سره ځای پر ځای شوي وو.

د ده په خبره، له نیول شوو کسانو څېړنې روانې دي او دوسې به یې له بشپړېدو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.