Language

د کابل ښار دشت‌برچي کې چاودنې یو تن وژلی، ١١ یې ټپیان کړي دي

دوېیم تعقیب، کابل (پژواک، ۲۱ زمری ۱۴۰۳): د کابل امنیه قومانداني وایي، د کابل ښار په دشت برچي سیمه کې په یوه مسافر وړونکي مرسیډیز موټر کې د ماین چاودنې یو ملکي وګړی وژلی او ١١ نور یې ټپیان کړي دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدران د لومړنیو معلوماتو له مخې پر خپله اېکس‌پاڼه دغه څرګندونې کړي دي.

هغه وايی، امنیتي کسان د پېښې ځای ته رسېدلي او پلټنې یې پیل کړې دي.

دغه چاودنه نن له غرمې وروسته شوې ده.

د سيمې يو تن اوسیدونکي پژواک خبري اژانس ته وویل چې چاودنې مرګ‌ژوبله اړولې، خو د شمېر په اړه یې کره معلومات نه لري.

د دغه برید مسوولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخستی.