ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یو شمېر خلک: د اروزګان – کندهار لویه لار دې په اساسي ډول ورغول شي

یو شمېر خلک: د اروزګان – کندهار لویه لار دې په اساسي ډول ورغول شي

author avatar
11 Aug 2024 - 15:11
یو شمېر خلک: د اروزګان – کندهار لویه لار دې په اساسي ډول ورغول شي
author avatar
11 Aug 2024 - 15:11

ترینکوټ (پژواک، ۲۱ زمری ۱۴۰۳): د اروزګان یو شمېر اوسېدونکي له اسلامي ‌امارته غواړي چې د اروزګان – کندهار لویه لار په پاخه او اساسي ډول ورغوي خو مسوولین وايي، د دغه سړک خرابوالي ستونزه یې له مرکز سره شریکه کړې او ژمنه ورسره شوې چې د رغولو چارې به یې ژر پیل شي.

د اروزګان ـ کندهار لویه لار چې شاوخوا ۱۶۵ کیلومتره ده، تېرو کلونو کې یې ډېرې برخې ویجاړې شوې، اوس د دې لارې مسافر او موټرچلوونکي یې د جوړېدو غوښتنه کوي.

هغوی زیاتوي، د سړک هغه برخې چې کلونه مخکې جوړې شوې وې، د تېرو جګړو پر مهال او دغه راز د ورښتونو او سېلابونو له امله بېرته ویجاړې شوې دي.

د ترینکوټ ښار یو اوسېدونکی سردارمحمد وایي، لسیزې کېږي پر دې لار تګ راتګ کې له ستونزو سره مخ دي.

هغه وویل: «د لارې هغه دوه برخې چې کلونه مخکې قیر شوې وې، بیرته خرابې شوې دي، موږ ته بېخي ډېر مشکل دی.»

دغه راز، اروزګان – کندهار لارې یو موټرچلوونکی شفیع‌الله وايي، د دې عمومې لارې د ډېر خرابوالي له امله ډېری وخت په فرعي لارو تګ راتګ کوي.

د دې لویې لارې مسافر وايي، که دغه سړک په پاخه او اساسي ډول جوړ شي، تګ راتګ کې به ستونزې کمې او سفر کې به اساني رامنځته شي.

د محمدولي په نوم یو مسافر وايي، کلونه کېږي د سړک خرابوالي له امله له ستونزو سره مخ دي خو په دې اړه یې تر اوسه چا غږ نه دی اورېدلی.

دوی غوښتنه کوي چې اسلامي امارت دې د دوی ستونزو ته رسېدنهي وکړي او د لارې اساسي جوړېدو ته دې ځانګړې پاملرنه وکړي.

ورته مهال، د اروزګان ځایي مسوولین هم د یاد سړک خرابوالي ستونزه مني خو زیاتوي چې موضوع یې له مرکز سره شریکه کړې ده.

د دغه ولایت د والي ویاند ملا انعام‌الله وایي، ولایتي ادارې د لارې جوړېدو غوښتنه د مشرتابه په ګډون د ټولګټو چارو وزارت له مسوولینو سره شریکه کړې ده.

هغه وویل، ژمنه ورسره شوې چې ډېر ژر به یې چارې پیل کړي.

د یادونې ده، اروزګان له نورو ولایتونو سره د نښلېدو همدا یوازېنۍ لار لري چې په ژمي کې د سېلابونو له امله په ورځو ورځو د لویو او کوچینو موټر پر مخ تړلې کېږي.

Views: 27

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.