کابل (پژواک، ۲۲ زمری ۱۴۰۳): یو شمېر ایراني پانګهوالو د رییسالوزراء له اقتصادي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي چې افغانستان د پانګهونې لپاره پر یو مناسب هېواد بدل شوی او دوی چمتو دي په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي او د ظرفیت لوړونې په موخه افغانانو ته په خپل هېواد کې د روزنې زمینه برابره کړي.
د اسلامي امارت د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې ملا عبدالغني برادر نن کابل کې له یو شمېر ایراني پانګهوالو سره کتلي دي.
سرچینې لیکلي، د یادې لیدنې پر مهال ایراني پانګهوالو په افغانستان کې د اوسپنې کانونو د استخراج او پروسس، د لمریزې برېښنا د تولید، د سړک او رېل پټلۍ شبکو غځولو، د معیاري صنعتي فابریکو رامنځته کولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ځانګړې صنعتي سیمې جوړولو برخه کې پانګهونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، ایراني پانګهوالو ویلي، افغانستان د پانګونې لپاره پر یو مناسب هېواد بدل شوی او دوی چمتو دي چې په یادو برخو کې پانګهونه وکړي، خپلې تجربې شریکې او د ظرفیت لوړونې په موخه افغانانو ته په خپل هېواد کې د روزنې زمینه برابره کړي.
وړاندې لیکل شوي، د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د ایراني پانګهوالو له لېوالتیا هرکلی کړی او هغوی ته یې په یادو برخو کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
هغه زیاته کړې، اړوند وزارتونه او ادارې به په خپلو برخو کې له دوی سره بشپړه همکاري او له نږدې کار وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې ایراني چارواکي ویلي وو، له افغانستان سره د سوداګرۍ شرایطو کې ښهوالی راغلی او ایران د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې افغانستان ته د څه باندې ۷۲۴ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات درلودل چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۸ سلنه ډېروالی ښيي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP