ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بدخشان کې د پستې ټولولو فصل؛ «سږ کال په دغه ولایت کې د پستې ځنګلونو ډېر بار نیولی»

بدخشان کې د پستې ټولولو فصل؛ «سږ کال په دغه ولایت کې د پستې ځنګلونو ډېر بار نیولی»

author avatar
12 Aug 2024 - 17:57
بدخشان کې د پستې ټولولو فصل؛ «سږ کال په دغه ولایت کې د پستې ځنګلونو ډېر بار نیولی»
author avatar
12 Aug 2024 - 17:57

فیض‌اباد (پژواک، ۲۲ زمری ۱۴۰۳): د بدخشان یو شمېر اوسېدونکي وايي، د پستې ځنګلونو ساتنې او مراقبت او د ډېرو ورښتونو له امله په دغه ولایت کې د پستې ونو ډېر بار نیولی او هیله‌من دي چې ښه حاصلات راټول کړي.

د فیض‌اباد ښار اوومې ناحیې د صمتي کلي یوه مخور چې په بدخشان کې یوه د پستو له ځنګلونو ډکه سیمه ده، وايي، د روان کال په اوږدو کې د کرنې ریاست دوی ته د پستې ټولولو روزنه ورکړې او د دې ترڅنګ یې له امنیتي ځواکونو سره په همغږئ مخکې له وخته د پستې له ټولولو په کلکه ډډه کړې او چا ته یې د هغې ټولولو اجازه نه ده ورکړې.

نوموړي زیاته کړه چې دغه کار لامل شو چې ځنګلونه ډېر بار ونیسي.

د بدخشان یو بل اوسېدونکی محمدظریف په دغه ولایت کې د پستې حاصلاتو پر ډېرېدو خوښي څرګندوي او وايي، ده او ملګرو یې د کرنې ریاست له مسوولینو د پستې ټولولو ښه روزنه لیدلې ده.

هغه زیاته کړه چې ونو ته له زیان اوښتو پرته پستې راټولولای شي، تېر کال یې نږدې ۱۵ کیلو پسته راټوله کړې وه او سږ کال هیله‌من دی چې څه باندې ۳۰ کیلو پسته راټوله کړي.

هغه زیاتوي، کومې پستې ترلاسه کوي، په ډېره کمه بیه یې پلوري او بدخشان کې د دغه ارزښتناک محصول د پېر معیاري مارکېټ نشته.

دغه‌راز، د پستې ځنګلونو کې د اسماعیل په نوم یو کارګر وایي چې سږ کال د دغه ولایت د کرنې ادارې د ساتنې او مراقبت له امله د پستو ونو ښه وده درلوده او هغوی هم کولای شي ښه حاصل او ښه ګټه ترلاسه کړي.

یاد کارګر د روان کال په اوږدو کې ډېر ورښت او د دوړو کموالی د پستې حاصلاتو ډېرېډو لامل ګڼي او زیاتوي، سږ کال په دغه ولایت کې د تېر کال په پرتله د پستې ونو وده کړې او د کرنې ادارې مخکې له وخته چا ته د پستو ټولولو اجازه نه ده ورکړې.

بلخوا، د بدخشان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د طبیعي سرچینو د تنظیم امر انجنیر روح‌الله نوري وايي، هغوی ۴۰ ورځې د بدخشان په لسو ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو، د جوماتونو د امامانو او د کلیو شوراګانو په مرسته د پستو د ځنګلونو ساتنه کړې ده.

نوموړي زیاته کړه: «چا ته مو مخکې له وخته د پستې ټولولو اجازه نه ده وکړې او هغو کسانو ته چې د دغه ولایت د پستې ځنګلونو ته نږدې شاوخوا سیمه کې اوسېږي، د پستو ټولولو حرفوي زده‌کړه ورکړې چې له امله یې د ونو د څانګو پرې کېدو مخنیوی شوی دی.»

هغه زیاتوي، هر کال د دغه ولایت له ځنګلونو شاوخوا ۹۰ ټنه پسته راټولېږي چې د روان کال په اوږدو کې د ونو بار ته په کتو په دغه ولایت کې د پستې حاصلات ډېروالی ښيي خو د ډېروالي کره شمېرې په اړه څه نه وايي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.