ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د شپږیزې کرکټ لیګ سیالۍ پیل شوې

کابل کې د شپږیزې کرکټ لیګ سیالۍ پیل شوې

author avatar
12 Aug 2024 - 09:50
کابل کې د شپږیزې کرکټ لیګ سیالۍ پیل شوې
author avatar
12 Aug 2024 - 09:50

کابل (پژواک، ۲۲ زمری ۱۴۰۳): په کابل کې د شپږیزې کرکټ لیګ نهم پړاو سیالۍ د پنځو لوبډلو ترمنځ نن پیل شوې.

په دغو سیالیو کې د هېواد له پنځو زونونو پنځو لوبډلو برخه اخیستې ده.

د یادو سیالیو د پیل مراسمو کې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس میرویس اشرف وویل، د شپږیزې کرکټ لیګ سیالۍ د هغو ځوانانو د پرمختګ لپاره ډېرې مهمې دي چې په لومړي ځل په دغو سیالیو کې برخه اخلي.

نوموړي زیاته کړه چې یادې سیالۍ به د ټولو لوبغاړو لپاره د لاسته‌راوړنو ډکې لوبې وي.

دغه راز، د دغه لیګ د پیل مراسمو کې د افغانستان د کرکټ بورډ اجرائیوي رییس نصیب خان وویل چې د شپږیزې کرکټ لیګ سیالۍ په کورني کرکټ کې ډېرې مهمې لوبې دي.

نوموړي له سوداګرو غوښتنه وکړه چې په کورني کرکټ کې پانګونه وکړي څو په هېواد کې دغه لوبه پرمختګ وکړي.

دغه راز، په یادو سیالیو کې د سپین‌غر پړانګان، د بند امیر ښاماران، د مس عینک اتلان، د بُست ساتونکي او د امو نهنګانو لوبډلې برخه لري.

په شپږیزې کرکټ لیګ کې به په ټوله کې شل لوبې وشي او پایلوبه به یې د روانې اګسټ میاشتې په ۲۵مه ترسره شي.

د یادونې ده، د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د سپین‌غر پړانګان او بند امیر ښاماران لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.