Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

رییس‌الوزراء: موږ اوس د هېواد د جوړولو او د خلکو ژوند ساتلو مسوولیت پر غاړه لرو

رییس‌الوزراء: موږ اوس د هېواد د جوړولو او د خلکو ژوند ساتلو مسوولیت پر غاړه لرو

author avatar
13 Aug 2024 - 20:58
رییس‌الوزراء: موږ اوس د هېواد د جوړولو او د خلکو ژوند ساتلو مسوولیت پر غاړه لرو
author avatar
13 Aug 2024 - 20:58

کابل (پژواک، ۲۳ زمری ۱۴۰۳): رییس‌الوزرا‌ء په هېواد کې د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو ورځې (د زمري ۲۴مې) په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي چې حکومت اوس د هېواد رغولو او د خلکو د ژوند ساتلو مسووليت پر غاړه لري.

د اسلامي امارت رییس‌الوزارء ملامحمد حسن اخند نن (سه‌شنبه) د زمري د ۲۴ مې ‎په مناسبت یوه پیغام کې ویلي چې حکومت اوس د نظام د پیاوړي کولو، هېواد رغولو، د خلکو د ځان، مال او عزت ساتلو او د تېرو جګړو د زیانونو جبرانولو مسوولیت پر غاړه لري.‎‎‎

هغه زیاته کړې: «خو زموږ مجاهدین او د امر متولیان او ټول مؤمنان باید پوه شي چې زموږ وظایف او تکالیف د جهاد په توفیق نه دي تمام شوي. اوس ‎د اسلامي نظام د تقویت، د هېواد د ابادولو، د هېوادوالو د ژوند، مال او ناموس د ساتنې او د تېرو جګړو د زيانونو جبرانولو مسووليت پر غاړه لرو. موږ باید په پوره صداقت او جدیت سره خپلو مسوولیتونو ته پاملرنه وکړو.»

هغه څرګنده کړې چې سرپرست حکومت باید د اسلامي نظام او دوامداره سولې او ثبات د ټینګښت، د هېواد او ولس د معنوي ټیکاو او معلولینو او کونډو وضعیت ته د رسېدنې لپاره له دې ستر فرصته استفاده وکړي.‎

نوموړي د زمري ۲۴مه یوه تاریخي او ویاړلې ورځ بللې ده.

د یادولو ده چې اسلامي امارت د ۱۴۰۰ لمریز ‎کال د زمري په ۲۴مه د دویم ځل لپاره په هېواد کې واک ته ورسېد او سره له دې چې د سیاسي استازولیو له لارې له لسګونو هېوادونو سره تعامل لري، خو تر اوسه د کوم هېواد له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.