ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سږ کال د بلخ له حیرتان بندره د صادراتو کچه لوړه شوې

سږ کال د بلخ له حیرتان بندره د صادراتو کچه لوړه شوې

author avatar
13 Aug 2024 - 20:09
سږ کال د بلخ له حیرتان بندره د صادراتو کچه لوړه شوې
author avatar
13 Aug 2024 - 20:09

مزارشریف (پژواک، ۲۳ زمری ۱۴۰۳): د بلخ سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي چې د حیرتان له بندر څخه د روان کال لومړیو څلورو میاشتو کې د څه باندې ۲۰ میلیون ډالرو په ارزښت توکي صادر شوي دي.

د بلخ سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس اسدالله اسدي د زمري په ۲۳مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د تېر کال لومړیو څلورو میاشتو کې د بلخ له حیرتان بندر څخه د ۱۳ میلیون او ۳۰۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت توکي صادر شوي وو.

هغه زیاتوي چې د روان کال لومړیو څلورو میاشتو کې بیا دغه کچه ۲۰ میلیون او ۴۱۰ زره امریکایي ډالرو ته رسېږي چې د تېر کال په پرتله زیاتوالی ښیي.

په همدې حال د بلخ ولایت یو شمېر سوداګر په اداري پړاونو کې چټکتیا د صادراتو لا ډېرېدو کې مهم بولي.

د بلخ یوه سوداګر زبیر ثنازاده پژواک ته وویل، که په ګمرکونو کې سکنرونه نصب شي او اداري پړاونه چټکیا ومومي د صادراتو کچه به نوره هم لوړه شي.

یو بل سوداګر عبدالقدوس وایي چې افغانستان یو کرنیز هېواد دی او ډېری محصولات یې سبزي او مېوې دي.

هغه زیاتوي چې له افغانستان ډېری همدا کرنیز محصولات صادرېږي؛ نو ځکه یې اداري پړاونو کې باید اسانتیاوې رامنځته او په چټکۍ سره توکي صادر شي او له خرابېدو یې مخنیوی وشي.

بلخوا، د بلخ صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین د صادراتو په بهیر کې سوداګرو ته د لا ډېرو اسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار کوي.

د بلخ صنعت او سوداګرۍ ریاست مرستیال نصیراحمد نیازي پژواک ته وویل چې اسلامي امارت په دې هڅه کې دی څو کورني تولیدات په نړۍوالو نورمونو برابر کړي او هم یې صادراتو برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

هغه زیاتوي چې د فابریکو د برېښنا ستونزه تر ډېره حل شوې او د ګمرک اداري پړاونو کې هم تر ډېره اسانتیا رامنځته شوې او ورسره به د صادراتو کچه لا ډېره شي.

د یادونې ده چې غالۍ، وچه او تازه مېوه، درملیز بوټي، ګازداره نوشابې، بخار دیګونه او یو شمېر نور صنعتي توکي هم هغه څه دي چې له حیرتان بندر څخه منځنۍ اسیا او یو شمېر اروپایي هېوادونو ته صادرېږي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.