کندوز (پژواک، ٢٣ زمری ۱۴۰۳): د کندوز يو شمېر کروندګر له حکومتي مسوولینو غواړي څو د سړو خونو په جوړولو سره د محصولاتو ساتنې برخه کې د دوى ستونزې ته رسېدنه وکړي.
د دوی په خبره، هر کال د سبزیجاتو او مېوو ټولولو موسم کې د سړو خونو نشتوالي له امله مجبوریږي چې خپل محصولات په ټیټه بیه وپلوري.
د کندوز د چهاردرې ولسوالۍ یو کروندګر عبدالرحمن په دغه ولایت کې د معیاري سړو خونو نشتوالی یوه له جدي ستونزه بولي او په دې برخه کې د مسوولینو د پاملرنې غوښتنه کوي.
هغه وويل: «دا زموږ د حاصلاتو وخت دى؛ له دې امله چې سړې خونې نشته، مجبور یو خپل حاصلات په ټيټه بيه وپلورو، که يې ونه پلورو، خرابېږي.»
یو بل کروندګر عزتالله وايي: «موږ له امارته د دې غوښتنه کوو چې معیاري سړې خونې راته جوړې کړي، کندوز یو له هغو ولایتونو دی چې خلک یې په کرنه بوخت دي، کله چې مېوې او سبزیجات رسېږي، سړې خونې نشته، مجبورېږو په ټيټه بیه یې وپلورو.»
په دې اړه یوه بل کروندګر اسدالله وویل: «اوس ۷ کیلو خټکی له ۸۰ تر ۱۰۰ افغانیو پورې پلورل کېږي، که وساتل شي، بیه یې تر ۴۰۰ افغانیو پورې رسېږي.»
هغه زياته کړه، د ۷ کيلو رومیانو بیه ٦٠ افغانۍ ده، که دا وساتل شي، تر ٤٠٠ افغانيو پورې رسېږي.
دغه راز، کندوز ښار کې يو مېوه پلورونکى عبدالله وايي، اوسمهال ۷ کیلو اعلی انګور په ٢٥٠ افغانۍ پلورل کېږي، که سړې خونې موجودې وي او وساتل شي، ښايي بيه يې تر زرو افغانيو ورسېږي.
يو شمېر نورو کروندګرو هم دغه ستونزه مطرح کړه او د حل غوښتنه يې کوله.
ورته مهال، د کندوز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امر صلاح الدین واحدي د دغه ولایت په مرکز او خاناباد ولسوالۍ کې د دوو معیاري سړو خونو جوړولو خبره کوي.
هغه وویل: «د کندوز د کرنې ریاست د کرنیزو محصولاتو ساتلو په موخه په کندوز کې دوه معیاري سړې خونې پلان کړې چې یوه یې د ۱۵۰۰ مټریک ټنو په ظرفیت د کندوز ولایت په مرکز او بله د ۱۰۰ مټریک ټنو په ظرفیت په خاناباد ولسوالۍ کې جوړیږي، لومړني کارونه یې بشپړ شوي، انشاءالله روان کال به یې عملي چارې پیل شي.»
دغه راز، له دې مخکې هم د کندوز بزګرانو د خپلو محصولاتو ساتنې په موخه له حکومته د معیاري سړو خونو جوړېدو غوښتنه کړې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP