کابل پژواک (پژواک، ٢١ زمري ١٤٠٣): د کورنیو چارو وزارت وايي، تېره ورځ تورخم کې د افغان ځواکونو په متقابل برید کې د پاکستان دوې پوستې له منځه وړل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع وايي چې تېره ورځ غرمه مهال د ننګرهار ولایت د تورخم په غورکي سیمه کې د ډیورند کرښې په استقامت کې د پاکستان د سرحدي ځواکونو له خوا پر افغان سرحدي ځواکونو ډزې وشوې.
هغه زیاتوي: "افغان ځواکونه هم متقابلو ډزو ته اړ شول او په پایله کې د پاکستاني اړخ دوې پوستي له منځه ولاړې."
قانع وایي چې د پاکستاني ځواکونو له خوا د ملکي خلکو کورونه هم په نښه شول او "له امله یې یو ښځه او دوه تنه ماشومان شهیدان شول."
د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاتوي: "زموږ امنیتي ځواکونه په هر ډول حالاتو کې له خپلې خاورې څخه د دفاع لپاره چمتو دي او د هر ډول ناروا حرکت ځواب په بالمثل ډول ورکوي."
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP