Language

یمن کې وروستیو سېلابونو له امله لږ تر لږه ۵۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی

کابل (پژواک، ۲۴ زمری ۱۴۰۳):  ملګري ملتونه وایي، په یمن کې د وروستیو سېلابونو له امله لږ تر لږه ۵۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او شاوخوا ۶۰۰۰ کورنۍ له خپلو سیمو بې‌ځایه شوې دي.

د بي‌بي‌سي د راپور له مخې، د دغو سېلابونو له کبله چې د جون په وروستیو کې پیل او د اګست په لومړیو کې لا پسې ځواکمن شول، په ټوله کې له ۳۴۰۰۰ ډېرې کورنۍ اغېزمنې شوې دي.

سرچينې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ کوونکې ادارې (اوچا) له قوله لیکلي چې په دغو سېلابونو کې لږ تر لږه ۵۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۶۰۰۰ کورنۍ بې‌ځایه شوي دي.

اوچا زیاتوي چې دغو سېلابونو په یمن کې له پخوا ناوړه بشري وضعیت لا پسې بدتر کړی دی.

په راپور کې راغلي، حدیده، حجه، تعز او مارب په سېلاب‌ځپلو سیمو کې شاملې دي.

login or register a new account.