کابل (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۳): د امریکا متحده ایالتونو بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ویلي چې ا.ا باید له نړۍوالې ټولنې سره د اړیکو له هر ډول عادي کولو مخکې د خپلو بشري حقونو مسایلو کې په اساسي ډول ښهوالی راولي.
د امریکا بهرنیو چارو ویاند په یوې خبري ناسته کې ویلي، تر اوسه پورې هيڅ هېواد «طالبان» په څرګند ډول د افغانستان د رسمي حکومت په توګه پر رسمیت نه دي پېژندلي.
هغه زیاته کړې: «موږ هم خپلو متحدینو او شریکانو سره د نږدې همغږئ له لارې له طالبانو غواړو چې هغوی د نورو هر ډول اړیکو له عادي کولو مخکې د خپلو بشري حقونو په اساسي ډول ښهوالي ته اړتیا لري.»
خبریالانو په یاده خبري ناسته کې هغه نظامي پرېډ ته چې د اسلامي امارت له لوري په بګرام کې ترسره شو، هم اشاره وکړه خو پتل په دې اړه له نظر ورکولو ډډه وکړه.
د ویلو ده، پرون (چهارشنبه) په افغانستان کې د اسلامي امارت د واکمنېدو د درېیمې کلیزې په مناسبت د بګرام په هوایي ډګر کې نظامي پرېډ ترسره شو او دغه ورځ په مرکز او ولایتونو کې هم ونمانځل شوه.
د اسلامي امارت چارواکو په بګرام کې د زمري ۲۴مې نمانځنې مراسمو کې د نړۍوالې ټولنې پر تعامل ټینګار وکړ، ویې ویل، له نړۍ او سیمې سره یې د «غوره اړیکو» لرلو لپاره اړین شرایط برابر کړي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP