پلعلم (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۳): د لوګر حکومتي چارواکي وايي چې نویو فارغ شوو محصلینو ته کاري فرصتونه برابروي او ترڅنګ یې د دغه ولایت د لوړو زدهکړو په موسسه کې دوه نوي پوهنځي هم جوړېږي.
هغوی دا څرګندونې د دغه ولایت د لوړو زدهکړو مؤسسې د دوو پوهنځیو د ۱۱۰ محصلینو په فراغتغونډه کې وکړې.
د لوګر لوړو زدهکړو مؤسسې رییس مولوي ضیاالاحمد صارم وویل، د ښوونې او روزنې او کرنې پوهنځیو څخه شاوخوا ۱۱۰ تنه زدهکړیالان نن فارغ شول.
صارم زیاته کړه، د لوګر ولایت لوړو زدهکړو مؤسسې د پخوا په پرتله د پام پرمختګ کړی او ژر تر ژر به د لوړو زدهکړو وزارت له لوري دوه نور پوهنځۍ هم ایجاد شي.
همدارنګه د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ رییس رفیعالله صمیم وویل، هېواد کې د ټولو ستونزو حل، پرمختګ او حاکمیت په علم پورې تړلی دی.
نوموړي له تازه فارغ شوو زده کړیالانو وغوښتل چې خپلو لوړو زدهکړو او په خپلو څانګو کې څېړنو ته دوام ورکړي.
بلخوا، د لوګر ولایت مرستیال والي مولوي محمدانور دینپرور وویل، ټول ولایتي چارواکي هڅه کوي چې تازه فارغ شوو ځوانانو ته په خپلو رشتو کې کاري فرصتونه برابر کړي.
نوموړي زیاته کړه، د لوګر ولایت لوړو زدهکړو مؤسسې د ټولو ستونزو حل ته به رسېدنه وشي او د دغه ولایت ځوانانو ته به د زدهکړو برخه کې لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته شي.
دغه راز، یوه نوي فارغ شوي محصل عبدالله پژواک ته وویل، خوښ دی چې خپلې څلور کلنې زدهکړې یې په بریالیتوب سره بشپړې کړې.
نوموړي له حکومته غوښتنه وکړه چې په دولتي او نادولتي ادارو کې تازه فارغ شوو ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.
د یادونې ده، د لوګر لوړو زدهکړو مؤسسه دا مهال څلور پوهنځي لري چې شاوخوا دوه زره کسان په کې زدهکړې کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP