ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تورخم دروازه تر څلور ورځني ځند وروسته بېرته د ترانزيټ او مسافرو پر مخ خلاصه شوه

تورخم دروازه تر څلور ورځني ځند وروسته بېرته د ترانزيټ او مسافرو پر مخ خلاصه شوه

author avatar
15 Aug 2024 - 09:54
تورخم دروازه تر څلور ورځني ځند وروسته بېرته د ترانزيټ او مسافرو پر مخ خلاصه شوه
author avatar
15 Aug 2024 - 09:54

جلال‌اباد (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۳): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د تورخم دروازه تر څلور ورځني ځنډ وروسته د مسافرو او ترانزيټ پر مخ بېرته پرانیستل شوه.

دا دروازه د زمري په ۲۲مه د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ په غوړکي سيمه کې افغان او پاکستاني ځواکونو له جګړې وروسته پاکستاني اړخ تړلې وه.

د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند حافظ عبدالبصير زابلي د زمري په ۲۵مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د تورخم دروازه نن سهار اته بجې د هر ډول تګ راتګ (ترانزيټ او مسافرو) لپاره بېرته خلاصه شوه.

هغه زياته کړه: «دا چې تورخم دروازه څلور ورځې مخکې د پاکستاني لوري له خوا د هر قسمه تګ راتګ پرمخ تړل شوې وه، تر هغې وروسته ناستې وشوې، خبرې وشوې چې په تورخم کې افغان کمیسار ملا عبدالجبار حکمت صیب په مشرۍ له هغوی سره خبرې کېدلې چې تېره شپه دواړو خواوو هوکړه وکړه چې سبا سهار (نن) اته بجې به تورخم دروازه د هر قسمه تګ راتګ پر مخ خلاصه شي.»

خو مسوولين وايي، په تورخم دروازه تلونکي کسان بايد له ځان سره قانوني اسناد – ويزه او پاسپورټ – ولري؛ ځکه له قانوني اسنادو پرته تګ راتګ ناممکن دی.

بلخوا، د تورخم کمیسار مولوي عبدالجبار حکمت هم رسنيو ته تاييد کړې چې د تورخم دروازه د مسافرو او ترانزيټ پر مخ خلاصه شوه.

په سيمه کې يو هټۍوال رحمت‌الله وايي، د تورخم دروازې تړل کېدو له امله دواړو خواوو ته ګڼ خلک بند پاتې وو چې نن سهار یې تګ راتګ بېرته پيل کړی دی.

د يادولو ده چې د زمري په ۲۲مه د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته هغه مهال رامنځته شوه چې افغان نظامیان په سيمه کې د پوستې په رغولو بوخت وو او پاکستاني نظامیانو پرې ډزې وکړې.

د کورنيو چارو وزارت وياند مفتي عبدالمتين قانع پژواک ته ويلي وو چې د دې نښتې پرمهال افغان ځواکونو د پاکستان دوه پوستې ویجاړې کړې دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.